که غواړئ د ځيرکتیا کچه مو لوړه شي، دا لارې وازمایئ!

ژباړه: عایشه حیدري

ځيرکتیا ارثي ریښه لري خو ځینې داسې لارې چارې هم شته چې له تاسو سره مرسته کوي تر څو د ځيرکتیا کچه مو لوړه کړئ.

پخوانیو خلکو داسې ګومان کاوه چې د هر انسان د ځيرکتیا کچه توپیر لري او د همدې ځيرکتیا له امله انسان کولای شي په سمه توګه خپلې خبرې تر نورو ورسوي او هره چاره په چټکتيا سره ترسره کړي.

خو څېړنې بیا بل څه وايي، څېړونو ښودلې ده چې ځيرکتیا تر دې هم ډېر ستر کارونه ترسره کوي.

په حقیقت کې کله چې غواړئ ځيرک او هوښیار اوسئ او د ځيرکتیا کچه مو لوړه وي، بویه په ځینو مهارتونو مو ډېر کار وکړئ. په دغې لیکنه کې غواړو ځينې داسې لارې چارې در وپېژنو چې په ترسره کولو یې کولای شئ د خپلې ځيرکتیا کچه لوړه کړئ.

لومړی: خپل بدن ته پاملرنه وکړئ!

د خوړو رژیم او بدني فعاليتونه د انسان پر روغتیا او ذهن ډېره اغېزه لري.

څېړنې ښيي چې له ويټامينونو او معدني موادو څخه ډک خواړه د ځيرکتیا کچه لوړوي او له تاسو سره مرسته کوي چې خپلې ورځني چارې په چټکتیا ترسره کړئ.

دویم: خپلو مغزو ته تمرین ورکړئ!

د عضلاتو په څېر ماغزه هم تمرین ته اړتیا لري، نو له همدې امله اړتیا ده چې هره ورځ نوو شیانو ته فکر وکړئ او د داسې مسایلو د حل لپاره فکر وکړئ چې ستاسو ذهن پخوا ورسره نه وي مخ شوی.

که دا ډول تمرین هره ورځ د لسو دقیقو لپاره هم ترسره کړئ، بسنه کوي.

درېیم: هر څه مو چې زده کړي دي، و یې لیکئ!

د ورځې په اوږدو کې مو چې هر څه زده کړي دي هغه درسره د یادښت په توګه ولیکئ او له خپل ځان سره یې تکرار کړئ، ځکه چې د زدکړې او د ذهن د ځيرکتیا د کچې د لوړوالي لپاره تر ټولو غوره لار د يادښتونو لیکل دي.

څلورم: هره ورځ بېلابېل کارونه ترسره کړئ!

هڅه وکړئ چې هره ورځ بېلابېل او توپیر لرونکې چارې ترسره کړئ.

دا منو چې کېدای شي تاسو له ځينو کارونو سره ډېره مینه ولرئ خو هره ورځ په پرله پسې توګه د یوه کار ترسره کول ذهن ستړی کوي نو ښه به وي چې هره ورځ یو نوی کار ترسره کړئ.

پینځم: هره ورځ مطالعه وکړئ!

لوستل يو غوره عادت دی او د خبرو کولو مهارت لوړوي. که چېرې تاسو هره ورځ د يوې ټاکلې مودې لپاره مطالعه وکړئ، نوي معلومات ترلاسه کوئ، د خبرو کولو مهارت مو پیاوړئ کېږي او په پای کې د ځيرکتیا کچه مو لوړه ځي.

نو کوښښ وکړئ چې په دوام داره توګه هره ورځ د خپل ځيرکتیا د‌ کچې لوړوالي لپاره مطالعه وکړئ.

شپږم: خپلو فکرونو ته وده ورکړئ!

کله چې تاسو هره ورځ نوو شیانو ته فکر کوئ نو نوو خبرو ته مو پام کېږي او هر کله مو چې ذهن ته یو نوی فکر او یا يوه نوې خبره درغله خپل دغه فکر ته وده ورکړئ او ډېر سوچ پرې وکړئ ځکه دا د ځيرکتیا د کچې د لوړېدو لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

اووم: له خپل ځان سره وغږېږئ!

د ځيرکتیا د کچې د لوړوالي لپاره یوه بله اړینه او خورا اغېزمنه لاره له خپل ځان سره خبرې کول او له خپل ځان څخه د پوښتنو پوښتل دي.

ځینې خلک داسې ګمان کوي چې له ځان سره خبرې کول د لیونتوب نښه ده، خو داسې نه ده او دا کار د ځيرکتیا د کچې د لوړاوي لپاره يو غوره او وړ تمرین دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.