څنګه مهربانه اوسو؟ لپاره یې دا څو ټکي حتمي ولولئ

ژباړه: حماد هلال

مهربان اوسیدل یوه له مهمو ځانګړنو ده، چې باید ډېری خلک پخپل ژوند کې اختیار کړي. مهربان اوسیدل په دې مانا دي چې: خلکو سره ښې اړیکې وساتې، زغم ولرې او په ځان کې مثبتې ځانګړنې وروزې، چې نورو خلکو او ځآن ته خوشاله ژوند ډالۍ کړې.

بې له مطلبه نورو سره ښه اوسه!

مهرباني نورو ته بې له کوم مطلب پاملرنه کول دي، یعنې تل د هغوی لپاره غوره انتخاب ولرې، د هغوی غوښتنې و ضرورتونه وپېژنې او هغوی سره د مرستې فکر وکړې، ترڅو دوی پخپلې وېره بریالي شي. بې له دې تمې چې هغه دی هم ستا لپاره دا کار وکړي.

په ځان باندې مهربانه اوسه

ډېری خلک په ځان باندې مهربانه اوسیدل هېروي. له ځان په نورو ډېر تمرکز کوي، خو تر هغه وخته چې په ځان مهربانه ونه اوسې او ځان ته پاملرنه ونکړې، نشې کولی دا ځانکړی د نورو لپاره ولرې، نو باید ځان ته هم پوره پاملرنه وکړې.

له نورو خلکو مهرباني زده کړئ

کله چې پخپله ټولنه کې مهربانه شخص ویني، دهغه کړنې خپلې حافظې ته وسپاره. د هغه سره ډېر وخت تېر کړه، چې لږ لږ د هغه کړنې ستا په ذهن کې کيني. د هغه د ژوند تګلاره پخپل ژوند کې پلې کړه.

د خپلې روغتیا لپاره مهربانه اوسه

ثابته شوې، چې مهرباني او خوشالي د انسان په روغتیا مستقیم تاثیر لري. نو ځان کې مو مثبت فکر او احساسات پیداکړئ، چې له دې یوه مهرباني ده. له دې اړخه پخپلې روغتیا تاثیر لرونکی اوسه.

په مهربانۍ تمرکز په یو عادت بدل کړئ

تاسو پوهېږئ چې څنګه مهربانه اوسئ خونشئ کولی هر وخت داسې وکړئ. نو هڅه وکړې چې هره ورځ د مهربانۍ کارونه ترسره کړئ. د مهربانۍ ځانګړنه د وخت په تېریدو  پخپل  یوه عادت بدله کړئ، له څه وخت تېریدو وروسته به وګورئ چې دا کړنه ستاسو په ښه عادت بدله شوې ده.

بې له استثنا پخپل شا او خوا خلکو مهربانه اوسه

مهمه نده چې له کومو خلکو سره مهربانه اوسې. بې له استثنا په هر عمر، جنسیت او نژاد له هر کس سره مهربانه اوسه.

قضاوتونه پریږده

که چې غواړې مهربانه اوسې، نو د قضاوت کولو څخه لاس واخله ځکه مهربانۍ ته تاوان لري. دا زده کړئ، چې تل پخپلو منفي کړنو نېوکه وکړئ او د نور خلکو افکار و کړنو په هکله هیڅ کله قضاوت ونکړئ.

د بشپړیدو په اړه فکر مکوه

که د چا سره رقابت لرئ، نو غوره ده چې دا ځانګړنه مو ختمه کړئ، څوک چې ستا په شا و خوا کې دي تمه ترې مه لره، چې غوره او ښه انسان دي اوسي. له نورو خلکو مو تمې کمې کړئ. ځان غوښتنه هېره کړئ، ترڅو مهرباني مو په بدن کې وده کړي.

د پیعام لېږلو په ځای اړیکه ټینګه کړئ

د دې په ځای چې ملګرو ته  میسج پریږدئ، غوره ده اړیکه ورسره ټینګه کړئ. هر کله مو چې غوښتل ملګرو ته پیغام پریږدئ، دا په یاد کړئ، چې باید اړیکه ورسره ونیسئ.

ښه اوریدونکی اوسه

کله چې نورو خلکو سره خبرې کوې، ضرور باید د هغوی خبرو ته غوږ ونیسې، د خبرو په منځ کې باید د هغه طرف ته وګورې. دا ښکاره کوي چې تا د هغه خبرو ته غوږ نیولی همدا ښه او مهربانه اوسیدل دي.

ترممکنه حده له ملامتېدو او شکایت څخه لاس واخله

دا کړنې به تاسو کې ډېر زر ستر بدلون راولي، چې له دې ځيني ډېر اسانه دي. په یاد وساتئ تر یوې اونۍ هیڅ کس ملامته او  شکایت ورڅخه ونکړئ، په همدې شکل د مهربانه اوسیدو لپاره یو پلان جوړ کړئ.

هڅه مکوې چې د نورو ترمنځ بې اتفاقي خپره کړئ. د دې په ځای دیوې اونۍ لپاره  په ځان کې د مثبتو شرایطو په  جوړولو تمرکز وکړئ. کله چې د دې کړنې مثبته پایله مو ولیدله بیا تل هڅه کوئ، چې  همداسې وکړئ.

خپله مینه مو څرګنده کړئ

د خپل شا و خوا خلکو ته خپله مینه څرګنده کړئ، چې مینه ورسره لرئ. ښکلول، غېږ کې نیول او ښې خبرې کول، دا ټول کولی شي د مینه څرګندوونکي اوسي او په پایله کې تاسو په مهربانه شخص بدلوي. خو پورته کړنې وخت او اشخاصو سره بدلون کوي.

شراکت ولرئ

هغه خلک چې په رښتیا مهربانه وي، تل خوښه وي چې خپل شیان او شته له نورو سره شریک کړي. د مثال په توګه: کولی شې خپل خواړه دې له همکاره سره شریک کړې. که وس دې وي کولی شې هغه جامې چې ځان ته یې اخلې ملګري ته دې هم واخلې، له خورو، ورور او کورنۍ سره دې چکر ته لاړشې یا هغه کتاب چې ستا ژوند ته یې بدلون ورکړی، ملګري ته دې هم واخلې. په ټوله کې هڅه وکړئ، چې په ځان او نورو کې د مهربانۍ حس ژوندی کړئ.

 

د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ