د جذاب او ښکلي ښکاریدو لپاره دا ۲۲ ټکي په یاد لرئ

 
لیکنه: پیټر مایر
ژباړه: غازي عابد
۱- ډیره مسکا کوئ؛ تل مسکی اوسئ
۲- هرکله چې لمر ته کار کوئ یا لمر ته مخامخ یاست؛ نو لمر ضد کریم وکاروئ.
۳- هره ورځ ښې ډیرې اوبه وڅښئ؛ څومره مو چې وسه کیږي له اوبو ډیره استفاده وکړئ، ځکه تازه مو ساتي.
۴- مناسب او بشپړ خوب وکړئ. هره شپه باید له ۷ تر ۸ ساعتونو پورې خوب وکړئ.
۵- په اوونۍ کې حداقل درې وخته تمرین وکړئ.
۶- ښه خوراک وکړئ چې سالم صحت ولرئ.
۷- په نوبت یا وار په وار سره خوراک وکړئ؛ یعنې خوراک د اړتیا سره سم وکړئ.
۸- ویټامینونو او نورو اضافي موادو ته مو بدن اړتیا لري؛خو دا هر له غذايي موداو نه شي ترلاسه کیدای، لکه لمر نه ویټامین ډي ترلاسه کړئ.
۹- له خوشحاله او مثبتو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ.
۱۰- د نشه يي توکو له استعمال ډډه وکړئ؛ لکه سګرټ، نصوار، چرس او نور…
۱۱- شراب یا الکول هیڅکله ونه څښئ.
۱۲- مخدره موادو سره هیڅکله هم علاقه پیدا نه کړئ؛ لکه هیروین، تریاک او یا نور…
۱۳- ښایسته او پاکې جامې، لباس او نور پوښاک نه تر خپله وسه استفاده وکړئ.
۱۴- خوشبینه او نیک نظره اوسئ.
۱۵- له بدو، تیرایستونکو او ذهر شیندونکو خلکو لرې اوسئ؛ هغوی نه ځان وساتئ.
۱۶- خپل ښه وخت مو له ملګرو او کورنۍ سره مصرف کړئ؛ یعنې ښو ملګرو او کورنۍ سره.
۱۷- هڅه وکړئ له ځانه هر ډول فشارونه لرې کړئ او مبارزه ورسره وکړئ.
۱۸- عبادت او ریاضت له یاده مه باسئ…
۱۹- ځانته توجه وکړه چې څنګه ښکارې. ویښتان مواصلاح کړی ، مخ و لاس پاک ساتۍ
۲۰- خپلې جامې مو اوتو کوئ او اوتو یې ساتئ.
۲۱- خپل بوټان، څپلې او نور پښو کوونکي شیان مو پاک ساتئ.
۲۲- په پای کې؛ تل منظم او چمتو اوسئ.