د ژوند د ملګري/ ملګرې د انتخاب معیار؛ مینه که جوړښت

لېکواله: مهر تاج
آیا د واده لپاره مئینتوب غوره معيار دی او که دوه اړخيز توافق يا جوړښت!؟
اکثریت خلک د واده لپاره مینه معیار ګني او د کم تعداد خلکو معیار بیا توافق يا جوړښت دی.
اول ډول، مئین اشخاص چې د ژوند ملګری/ ملګرې د مئینتوب له مخې انتخابوي:
دوی احساساتي اشخاص دي، پر خپل نفس و فکر تسلط نه لري، له شعوره کار نه اخلي، د چا نظر و مشوره نه مني، خودخواه وي، ژر تصمیم نیسي، خپله پرېکړه له هرې زاویي نه ارزوي، حال ته پر مستقبل ترجېح ورکوي.
دویم ډول، هغه اشخاص دي چې د ژوند ملګری/ ملګرې د توافق يا جوړښت له مخې انتخابوي:
دوی عموماً سنجیده خلک دي، پر خپل نفس و فکر واکمن دي، له شعوره کار اخلي، د هر چا نظر ته غوږ ږدي، مشورې ورسره کوي، خودخواه نه وي، ژر تصمیم نه نيسي، خپله پرېکړه له هرې زاویې ارزوي او مستقبل ته پر حال ترجېح ورکوي.
احساساتي مینه او جوړښت:
مینه: هر هغه څه/ څوک چې ظاهري قیافه یې زمونږ نظر جلبوي، پر ذهن مو مسلط کېږي، توجه مو اړوي، له ښکلا یې متاثره کیږو، مونږ ته خوند راکوي او ځان ورسره هوسا احساسوو؛ مینه بللای شو.
توافق يا جوړښت: دا بیا عبارت له هغو مشترکو معیارونو څخه دي چې د ټولنې، فرهنګ، عنعناتو، فکر، ذوق، خواهشاتو، هیلو او په ځانګړې توګه د کورنۍ له ارزښتونو سره سمون ولري یا پرې توافق ته ورسېږو، دا جوړښت بللای شو.

کومه اړيکه اوږدمهالې پاتې کېدلای شي!؟
ښکاره خبره ده چې اوږدمهاله او تلپاتې اړيکه د توافق يا د معیارونو د برابرۍ ده، نه احساساتي مینه، ځکه مینه لنډمهالې یا موقتي وي بېخي لکه جنسي غریزه یا هوس چې له یو جنون او لېونتوب سره پیدا کېږي، مخه یې نه شي نیول کېدلای خو کله چې همدغه جنسي غریزه سړه شي، بیا هر څه نارمل وي.
اوس که مونږ د یو څو دقیقو تنده او اوږدمهال نارمل ژوند سره پرتله کړو، معلومداره ده چې نسبت څو دقیقه‌يي جذباتي اړيکې ته اوږمهاله توافقي اړيکه ډېره غوره ده. که له یوه ځوان/ پېغلې وپوښتل شي چې فلانۍ/ فلان دې پر څه خوښ دی یا ولې مینه ورسره لرې؟
جواب به یې ضرور داسې وي:
نه پوهېږم، بس هسې لېونۍ ده، ښایسته ده، خوښه مې ده، عجیبه ده وغیره… دغه رنګه جینۍ به هم معقول ځواب نه لري، شاید ووایي: جذاب دی، پیسه دار دی، لوستی دی یا… دا هغه لنډمهالي جذباتي معيارونه دي چې ژوند نه ورسره کېږي او نه هم دایماً درباندې ښه لګېدلای او پر خپل حال پاتې کېدلای شي.
که نن د ده/ دې یو ناز و ادا، ښایست او له پیسو متاثره شوې، سبا د یو بل چا له یو بل څه هم متاثره کېدلای او ورباندې مئینېدلای شې.
همدا راز که د جوړ جاړي په معیار له جوړي وپوښتل شي چې ولې خپل له خپلې مېرمنې / میړه سره مینه لري، درته ګران/نه ده؟
جواب: زما پر فکر برابره /برابر دی. درک مو تر منځ دی، خیالات مو یو ډول دي، یو د بل له زړه،خوښې، ذوق خبر یو، کورنۍ مې ترې راضي، د اولادونو لپاره مې یوه ښه مور/ پلار دی… خلاصه هماغه هر اړخیزه برابري د دایمې مینې او ګرانښت سبب دی چې اړیکه یې پرې مستحکمه ده.
احساساتي مینه دایمي ګرانښت نه شي پاتې کېدلای خو برعکس دوه اړخيز تفاهم یا برابري د تلپاتې مینې او ګرانښت سبب کېدلای شي.
احساساتي مینه که له منځه ځي، د ماتې او د ډيپريشن و پښېمانۍ سبب کیږي.
علتونه یې همدا دي چې هغه رنګه چې ستا د کورنۍ له شان سره کومه جینۍ/ هلک لګي، په واقعيت کې هغه شان نه وي، کوم رنګې چې تۀ د خپلو اولادونو لپاره مور/ پلار غواړې، هغه شان ثابت نشي. په کوم لباس، خوی خصلت چې ستا پر طبیعت وي هغه شان چلند نه درسره کوي یا هم ناسم درک، د کورنیو اختلافات وغیره، دا ټول هغه څه دي چې دایمي دي او باید په نظر کې ونیول شي، نه سپین پوست، ښایست، پیسه، د یو چا لېونتوب او عجیب و غریب حرکات او پرې مئینېدل.
څو مثاله به د خپلو دوستانو ذکر کړم:
سید احمد او مسکا مې دواړه ټولګیوال وو او دواړه د صنف ښایسته جوړه او رونق. احمد ویل چې زه هر څه لرم، پیسه، کور، موټر، زده کړې وغیره نو د نړۍ تر ټولو ښایسته جینۍ هم باید زما مېرمن وي او تر مسکا بله ښکلې جینۍ په ګرد افغانستان کې نه شته.
څو کاله پس مې په یوه پرګرام کې ولید، زړه خواله مو سره وکړل او د ګډ ژوند په هکله مې ترې وپوښتل، سوړ اسوېلی يې وکيښ او سر یې ځوړند ونيو. ویل ژوند تنها پر مئینتوب مخته نه ځي، نه هم پر يوه معيار. په وضاحت کې يې وويل: مثلاً زما خوښېږي چې کار ته ځم، کورتۍ مې مسکا راپه اوږو کړي، چې راشم مخې ته راشي راڅخه یې واخلي، سترګو ته مې وګوري، پر موقتي نه شتون مې د خپګان اظهار وکړي، زما له ویلو پرته یوه پیاله چای په مینه راکړي وغیره… ما ورته وویل چې دا خو ګرانه نه ده، دا ته هم ورزده کولای او پرې پوهولای يې شې!؟ ویل دا احساس دی او احساسات غوښتل کېږي نه، بلکې ورکول کیږي او په غوښتلو چې ترلاسه کیږي، هغه احساسات خوند نه کوي.
ترور زوی مې دی، ژوند او زده کړې یې بهر کړي دي، له بهرنیو نجونو خسته و. فکر یې کاوه چې ژوند له هر رنګې جینۍ سره کېدلای شي، کلیواله یې غوښتله خو دا یې هېره کړې وه چې خپل خوی او عادات او تقاضاوې یې څه دي!؟
له واده وروسته عین د سید احمد حال د ده هم و. علت یې ویل: لېږم یې په یوه کتاب پسې، راوړي بل کتاب، کاش لوستې وای. زما خوښېږي چې ویښته پر اوږو خواره پرېږدي، آرایش وکړي او… خو دا د ظالم لور به غټه چونټه وکړي او بې رقمه به یې تاو کړي وي. کور کې به خيرنه ګرځي او چېرته چې روانه شي، شړشم به په ویښتانو ورخلاص او شونډې به په دنداسه بې رقمه ولړي… ښوونځي ته د ماشومانو د تګ و راتګ وخت نه پېژنې، له تقسیم اوقاته یې ناخبره او… ژوند کې د اوږدمهالې اړيکي لپاره احساساتي مینه کمه ده. برابر معیارونه د یو بل خیال ساتل، فکري سمون او د ذوقونو او خواهشاتو همغږي مهمه ده.
د نړۍ ګڼ ودونه او اړيکې چې اوږدمهالې نه دي، له همدې رنځه کړېږي چې احساساتي مینه یې سړه شوې وي او معیارونه یې سره برابر نه وي.
د لوی استاد، الفت صيب بیتونه دي چې:
که یې فکر ستا له فکره مخالف وي
شپه او ورځ که درسره وي آشنا نه دی
لمر که راشي په تندي باندې له پاسه
ته چې ویښ له خوبه نه یې سبا نه دی
آخره کې به له لوستونکو سره دا سوال ضرور پیدا شوی وي چې زموږ په څېر مذهبي، عنعنوي و سنتي ټولنه کې دا ډول جوړجاړی څنګه رامنځته کېدلای شي؟
نو ځواب دا دی چې آسانه ده، خپلې ټولې هر اړخیزې غوښتنې او معیارونه مو معلوم کړئ او پر یوه ورقه باندې ولیکئ، بیا وروسته یې تلاش کړئ چې دا معیارونه په چا او کومه کورنۍ کې لیدل کېږي.
تر څار لاندې یې ونیسئ، بيا پر خپلو هغو یادښت شويو معیارونو باندې چې دوه اړخيز توافق پکې ممکن و خط ووهئ او بلآخره به مو یوې معقولې پرېکړې ته ورسوي… دایمي مینه او ګرانښت، ښکلی دایمي ژوند.

وروستي مطالب