سلمان خان د هر فلم څخه څومره پيسې ترلاسه کوي؟

خبريال: مدثر دعوت
د فلمفير رسمي پاڼې د هر فلم پر سر د سلمان خان د معاش په اړه مالومات وړاندي کړي.
که څه هم د باليووډ سېنما د ځوان ستوري سوشانت سينګ راجپوټ تر مرګ وروسته داسي تور ولګېدی چې سلمان د سوشانت د مرګ د قضيې يو اړخ دی، د سلمان خان مينوال کم سوه خو بيا هم د نړۍ په کچه بې شمېره مينوال لري.
سلمان خان د باليووډ سېنما د هغه لوبغاړو له ډلې څخه دی چې د فلم جوړولو له کمپنيو څخه پر هره پروژه خورا ډېر مزد اخلي او دی توانېدلی چې د خپل شهرت او واسطې په مرسته د فلم د مرکزي رول لپاره لوړ معاش ترلاسه کړي.
د فلمفير د رسمي ويب پاڼې د مالوماتو له مخې سلمان خان پر هر فلم حداقل ۵۰ کروړه همدۍ روپۍ چې د ۷.۵ ميليونه امريکايي ډالرو معادل کېږي معاش ترلاسه کوي.

دا يوازي هغه پيسې دي چې سلمان خان يې د فلم د مرکزي رول لپاره ترلاسه کوي پداسي حال کې چې نوموړی د فلم په ګټه کې هم شريک دی او کچېري فلم يې په خپل پروډکشن کې جوړ کړ لا ډېره ګټه ترلاسه کوي.
سلمان خان د فلم جوړولو لپاره سټوډيوګانې هم جوړې کړي، همدارنګه د تلويزيوني خپرونو، اعلانانو او تېژرنو څخه د نوموړي د فلمونو کمپنۍ خورا ډېره ګټه ترلاسه کوي.
سلمان خان ۵۴ کلن دی خو لا يې هم واده ندی کړی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب