اپریل 19, 2021

څه ډول ملګری باید انتخاب کړو

ليکنه: اصیل خان احمدزی

ملګرتیا په ټولنه کې یو ډېر با ارزښته ټکی دی او ملګری د انسان په ژوند کې بیخي ډېر مهم رول لري.

په ګڼو ځایونو او کتابونو کې ددې یادونه شوې ده چې ښه انسان هغه څوک دی چې ښه ملګري ولري.

اوس بحث دا دی چې نن سبا ښه ملګری څوک دی او څنګه یې وټاکو؟ په دې اړه پښتو ژبه کې هم ګڼ متلونه او ولسي خبرې راغلي دي، وایي ښه دوست هغه دی چې په بده ورځ دې پکار سي. بل ځای کې راغلي دي چې ښه ملګری تر ښه وروره غوره دی او هم یو متل دی وایي چې ملګری له ملګرو پېزندل کېږي.

د اسلام له نظره هم د ښه دوست او ملګري په اړه بیلابیلو ځایونو کې یادونه سوې ده او ټینګار په دې شوی دی چې داسې ملګری انتخاب کړل شي چې تر ډېره اسلامي ارزښتونو ته ژمن او یو رښتینی انسان و اوسي.

اوس بحث دا دی چې نن سبا ښه ملګري پیدا کول ستونزمن دي، پښتو کې یو متل دی وايي چې یار سره یاري کوه په عیبو یې غرض مه لره، ښه نو چې په عیبو یې غرض ونلرې بیا خو له اسلامي اړخ نه موږ تاسې تر سوال لاندې راځو، مثلآ یو څوک دی لمونځ نکوي، روژه نه نیسي، غلا کوي او همداسې نور…

بد کارونه کوي او طبعآ بد کارونه کول بیا بل ملګری هم له ځان سره خرابوي او له لارې یې باسي.

بل ځای کې یوه اصطلاح ده چې که چیرې تاسې د بې عیبه دوستانو په لټه کې شئ نو آخر به بې ملګري او بې دوسته پاتې شئ. نو پورته خبرو ته په کتو انسان مجبوریږي چې له عیبونو سره سره له یو چا سره ملګرتیا ته دوام ورکړي او زما له نظره داسې ملګرتیا به له زیان او تاوان څخه خالي نه وي.

ولې په دې اړه زما نظر دادی چې موږ تاسې یوه اسلامي تولنه کې ژوند کوو او شکر مسلمانان یو، ددې لپاره چې د الله ج پر وړاندې ځواب ویونکي یو او د ټولو بدو عملونو پوښتنه راڅخه کېږي، نو پکار دی چې له داسې یو چاسره ملګرتیا وکړو چې بله ورځ پښېمانه نشو او د هغه د ملګرتیا له امله موږ تاسې په دنیوي او آخروي عذابونو اخته نشو.

راځئ چې داسې ملګري وټاکو چې په ښه ورځ مو مجلس پې ښایسته وي او په بده ورځ مو تر شا ودرېږي، په پورته متلونو کې یې ځینې داسې دي چې زموږ تاسې په زیان دي او د هغوی بد عملونه کولای شي موږ تاسې هم بد لوري ته کش کړي.