رسنۍ

هوتک د نشه‌يي توکو پر وړاندي مبارزه کې د پولیسو سفیر وټاکل شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ازادي مبارزې نامتو او تکړه افغان لوبغاړی احمدولي هوتک د کورنیو چارو وزارت له لوري په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په وړاندې مبارزه کې د ځانګړو پولیسو سفیر وټاکل شو.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هیواد د ازادي مبارزې نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک د افغانستان کورنیو چارو وزیر محمد مسعود انداربي له لوري د نشه‌يي توکو په وړاندي مبارزه کې د پولیسو سفیر معرفي شو.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې کار موخه ځوانان له نشه‌يي توکو راګرځول او پر ځای یې سپورټ ته هڅول دي.

احمدولي هوتک پر یادې ټاکنې خوښي ښودلې او پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې یې ژمنه کړې، چې په هرې لوبه کې به افغانانو ته د نشه‌يي توکو زیانونه او د ورزش ګټي بیانوي.

هغه لیکلي:

«د لوی خدای ج شکر اداء کوم، چې د هیواد په کچه د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې سفیر وټاکل شوم. په دې هیله، چې داسي ورځ راشي موږ په ټول افغانستان کې یو معتاد ونه لرو. ځوانانو ستاسو مسئولیتونه ډېر زیات لوړ دي، د خدای لپاره دا بدمرغه بوټی مه کاروئ. ژمنه کوم چې په هرې سیالۍ کې هیوادوالو ته د نشه‌يي توکو زیانونه او د ورزش ګټي وایم. یو معتاد وګړی خپل ځان او ولس ته تل زیان رسوي او روغ انسان تل خپلو خلګو ته ویاړونه راوړي. راځئ ځوانانو نشه‌يي توکي پرېږدو او د ورځي نیم ساعت ورزش وکړو.»

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ