سپورټ وزش او تمرین

ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د برازیلي لوبغاړي سره کابل کې لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک څه موده وړاندې خبر ورکړی وو، چې دا ځلي  په هیواد دننه یوه سخته سیالي ترسره کوي او بلاخره یې پرون دوشنبه د خپل سیال سره د لوبې کولو نېټه اعلان کړه.

ښاغلي هوتک پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې ویلي، چې د راتلونکي ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتي په ۲۱مه نېټه به په کابل کې د برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په وړاندې لوبه ترسره کړي.

هغه لیکلې، چې دا لوبه د یاد سرسخت سیال په وړاندې «TGFC» سازمان کي ترسره کوي، چې دی به ورته پوره چمتوالی ونیسي.

احمدولي هوتک ویلي، دښمن ته به وښایو، چې کابل یوازي د جنګ میدان نه؛ بلکي د سیالیو ډګر دی.

هوتک به په داسي مهال د برازیلي سیال سره د لوبي ډګر ته کښته سي، چې د ټپونو له امله یې له تیرو دوو کلنو راهیسي سیالي نده کړې.

هغه دوه کلونه مخکي کابل کې ناپېژانده کسانو د چاقوګانو په وسیله سخت ټپي کړی وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ