احمدولي هوتک د برازیلي سیال پر وړاندې لوبې ته په سخت چمتوالی بوخت دی

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی دې شپو او ورځو کې په سختو تمرینونو بوخت دی، تر څو خپلې راتلونکې لوبې ته بشپړ چمتوالی ولري.
هغه پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې تازه انځورونه خپاره کړي، چې پکې دی د سخت تمرین کولو په حال کې لیدل کیږي.

ښاغلی هوتک د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه په کابل کې د برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په وړاندې لوبه ترسره کوي.
دا لوبه په «TGFC» سازمان کي ترسره کیږي.
دا به لومړی ځل وي، چې په هیواد دننه د ازادې مبارزې داسي یوه لویه لوبه ترسره کیږي.
هوتک به په داسي مهال د برازیلي سیال سره د لوبي ډګر ته کښته شي، چې د ټپونو له امله یې له تیرو دوو کلنو راهیسي سیالي نده کړې.
هغه دوه کلونه مخکي کابل کې ناپېژانده کسانو د چاقوګانو په وسیله سخت ټپي کړی و.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ