یوازې څلور ورځې وروسته؛ احمدولي هوتک د برازیلي سیال په وړاندې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک دا ځلې په هیواد دننه کابل کې د یوه سرسخته او تکړه برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په وړاندې لوبیږي.
دا لوبه راتلونکې پنجشنبه ترسره کیږي، چې یک ټلوېزیون به یې په ژوندۍ بڼه خپره کړې.
ښاغلي هوتک پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې دې لوبې ته یې تمرینونه ترسره کړې او ورته بشپړ چمتوالی لري.

احمدولي هوتک څه موده وړاندې ویلي وه، دښمن ته به وښایو، چې کابل یوازي د جنګ میدان نه؛ بلکي د سیالیو ډګر دی.
خو په ځواب کې یې بیا سیال ویلي، چې هوتک د دده په وړاندې یو ماشوم لوبغاړی دی.
هوتک به په داسي مهال د برازیلي سیال سره د لوبي ډګر ته کښته سي، چې د ټپونو له امله یې له تیرو دوو کلنو راهیسي سیالي نده کړې.
هغه دوه کلونه مخکي کابل کې ناپېژانده کسانو د چاقوګانو په وسیله سخت ټپي کړی وو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ