فبروري 25, 2021

د احمد ولي هوتک او ليوناردو تاريخي لوبه

خبريال: مدثر دعوت

د فري فایټ اتل احمدولي هوتک د برازيلي لوبغاړي سره روانه مياشت لوبه کوي.

ليوناردو چې د برازيل هيواد د ازدو سياليو يو تکړه لوبغاړی دی او په خپل مسلک کې ۲۶ ريکارډونه لري دا ځل افغانستان ته راځي.

د هوتک او ليوناردو لوبه به د کابل په غازي سټډيوم کې د رواني مياشتي په ۱۱مه نېټه ترسره کېږي.

دا لوبه ځکه تاريخي بلل کېږي چې تر اوسه د امريکا لويې وچي د فري فایټ هيڅ لوبغاړي افغانستان ته د لوبې په موخه سفر ندی کړی او ليوناردو به لومړنی کس وي چې کابل کې لوبه ترسره کوي.

دا لوبه په افغانستان کې د يک ټلويزيون له لورې خپريږي.

افغان سندرغاړي شهزاد عديل پر خپل فيسبوک پاڼي ليکلي چې د هوتک د راتلونکي لوبي لپاره يې ځانګړې سندره ورته جوړه کړې چې په هماغه شپه به يې ورته ډالۍ کړې.

ددې سندري شعر د جيلاني جلان دی.

احمد ولي هوتک د همدې لوبې لپاره د هيواد څخه دباندې په تمريناتو مصروف دی.

ليوناردو په ويډيويي پيغام کې د لوبې لپاره د پوره چمتوالي خبر ورکړی او ويلي يې دي چې هوتک زما لپاره يو ماشوم دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*