طوطي د کور د مالک د مینې راز ښکاره او ۶۰۰ سوه زره ډالر تاواني کړ

خبر: نسیمه محمدي

د راپورونو پر اساس، ماکو خبر ورکړی چې د کورني خبرې کوونکي طوطي د کور د خاوند د مینې راز د هغې مېرمنې ته ښکاره کړی او ویلي دي، چې هغه معشوقه لري. دا راز ښکاره کېدل د ښځې او خاوند د ترمنځ د طلاق سبب کېدای شي.
ویل کېږي دا پېښه د اسرائيل په سويل کې د پنځوس کلن سړي په کور کې رامنځته شوې ده. د پنځلسو کلونو راهیسې، د ژاکو په نامه دغه خبرې کوونکي طوطي په دغه کور کې ژوند کوي. په دې موده کې د ټولې کورنۍ د غړو او هغو کسانو، چې ډېر تګ راتګ کوي، له دې ډلې ګاونډیانو، سپیو او پیشو ګانو نومونه زده کړي دي. پر نومونو سربېره، د ځينو مېلمنو د غږ تمثیل هم کولای شو.

په دې وروستیو کې، طوطي د کور د خاوند د سکرټرې نوم زده کړی و. ځینې وختونه د کور مالک په کور کې پاتې کېده او د کور څخه به یې کارونه ترسره کول او طوطي به د نوموړي کړنې څارلې.
طوطي په دې وروستیو کې د کور د خاوند د سکرټرې نوم ډېر یاداوه، چې د کور مېرمنه یې غمجنه او د سکرټرې او خاوند په اړیکه شکمنه کړه. مېرمن د خاوند په خبرو ونه کړ او شخصي مخفي پولیس وګماره.
د شواهدو له ترلاسه کولو وروسته، چې خاوند یې د سکرټرې سره جنسي اړیکې لري، په بېړه محکمه ته مراجعه وکړه او تقریبا د ۶۰۰ سوه زره نقدي تاوان غوښتنه یې کړې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.