
راپور: بشر درویش
په پنځو ولایتونو کې کویډ ۱۹ لپاره د ۱۰۰ بستریزو روغتونونو جوړولو په ګډون ۴۳ موارد منظور شول.
ارګ وايي، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.
د روغتونونو جوړول
غونډې په ۴۴ تدارکاتي مواردو د بحث او ارزونې په پایله کې له ۱۷ ملیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت په ۵ ولایتونو کې د کویډ ۱۹ ناروغانو لپاره د ۱۰۰ بستريزو روغتونونو جوړولو په ګډون د روغتیایي چارو څلور قراردادونه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د «وای مکس» او «پواینټ ټو پواینټ» ټکنالوژۍ له لارې له انټرنېټ سره د ۵۰۰ ښوونځیو نښلولو پروژې قرارداد منظور کړل.
د فرضي حج پروسې په اړه
په همدې حال کې د حج او اوقافو وزارت او اریانا افغان هوایي شرکت اړوند د سعودي عربستان له لوري د نوي خبر ورکولو پورې د ۱۳۹۹ کال د فرضي حج پروسې د ځنډولو په اړه د لارښوونې وړاندیز او څو نورې غوښتنې هم غونډې ته وړاندې شوې.
ارګ وايي، همداراز د یو شمېر پروژو د تعدیل د منظورۍ غوښتنه د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري وارزول شوه او د دقت وړ وګرځېده.
د اولیف شرکت قرارداد ارزول
د ارګ په خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ اولیف ګروپ شرکت سره د هیواد د هوایي ډګرونو د امنیتي قرارداد د تداوم او لغوې په تړاو د تفتیش او د هغه د هر اړخیزې ارزونې په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونې د تحقق راپور، د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر د مدیریتي ماسټر پلان راپور او د هوایي لېږد رالېږد د امنیتي خدمتونو په اړه د ملکي هوایي چلند ادارې وړاندیز او د اولیف شرکت قرارداد هم وارزول شول.
ویل شوي؛ له بل لوري د اجنډا مطابق د کمیسیون غړو، د دې کمیسیون د پخوانیو پرېکړو د لارښوونې په راپور هم بحث وکړ.
روغتونونه چیرته جوړیږي؟
ارګ په دې اړه چې دا روغتونه په کومو ولایتونو کې جوړیږي څه نه دي ویلي، خو اټکل دی چې دا روغتونونه به د زونونو په هغو ولایتونو کې جوړیږي چې ګڼ میشتي، مرکزي او د ډیر تګ راتګ لپاره مناسب وي.
اوسمهال یوازې په هرات ولایت کې د کرونا ناروغانو د درمنلې لپاره یو تازه روغتون جوړ شوی، نور تر ډیره په ولایتونو کې ځینې ادارې او هغه ودانۍ چې روغتیايي خدماتو لپاره جوړې شوې وې د کرونا ناروغانو قرنطین، معاینې او درملنې لپاره ځانګړي شوي دي.
تر ډیره له دې امله شکایت هم کیږي چې تجهیز نه دي، روغتیايي پرسونل سم خدمت نه کوي او ډیرې نورې کمۍ کاستۍ هم لري.