ټولنیز ژوند کلتور او هنر

د یوې ښې میلمستیا لپاره داسې چمتووالی ونیسئ

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

افغانان په میلمه پالنه کې نوم لري، نو ښه ده چې کوربه د ځینو ټکو په نظر کې نیولو سره د میلمنو قدر وکړای شي.

۱- دسترخوان ښکلی تیار کړئ
د دې لپاره چې د میلمستیا په وخت کې مو دسترخوان ښه ښکاره شي د لوښو قاچغو، پنجو او چړو رنک د سترخوان له رنګ سره یو رقم واخلئ، همدارنګه په ژمي كې وچې مېوې او په دوبې كې ګلان او نورې شنې پاڼې پر سترخوان اېښول، د شمعې لګول (هر څه تر خپلې وسې) او خوږې خبرې د میـلمستياوو له اصولو څخه بلل كيږي.

۲- اوبه سمې تیارې کړئ
له خوړو وروسته اوبه مهم څه دي، چې باید ورته پاملرنه وشي، یو متل دی که غواړې میلمه ته ځواب ورکړې، نو په ژمي کې ورته د لاس مینځلو اوبه یخې تیارې کړه، په سړه هوا کې د لاس مینځلو اوبو تر څنګه د څښلو اوبه باید ډېرې سړې نه وي.

بله خوا په ګرمه هوا کې د څښلو اوبه باید یخې وي، تر څو د خوړو خوند ورسره برابر شي.

۳- ماشومانو ته پام وکړئ
ډېری وخت په میلمستیاوو کې ماشومانو هم وي، نو ښه ده چې د خوړو لپاره یې چمتوالی ولرئ، په دې معنا چې خواړه ډېر ترخه مه پخوئ ترڅو ماشومان یې د خوراک په وخت په تکلیف نه شي.

دغه راز خپل د کور ماشومان په دې پوه کړئ، له میلمنو سره په وړو خبر جنجال ونه کړي.

۴- پاکوالی په نظر کې ولرئ
د سترخوان ښكلا او د ډوډۍ خوندورتوب د كوربه په سليقه، نظافت او پاملرنه پورې اړه لري، نه په ډېر خرڅ او مصرف پورې.

له دې امله بايد سترخوان او د خوړلو لوښې ډېر پاك او زړه را ښكونكي وي.

۵- ډېر خواړه مه پخوئ
د کوربه یو مهم مسوولیت دا دی چې هر څه په اندزه پاخه کړي.
په مېلمستيا كې د خوړو او تشريفاتو په برابرولو كې تر حد تېر زياتوالى مه راولئ، ځكه چې كېداي شي دا كار ستاسي ځان ښكاره كول و بلل شي، كه خواړه په اندازه، منظم او خوندور تیار شي له هر څه غوره ده.

۶- احساسات کنټرول کړئ
ځیني وختونه د ماشومانو شور ماشور یا هم د میلمه ځینې خبرې او عادتونه کوربه ته خوند نه ورکوي، تاسو ته په کار ده چې د
مېلمنو په مخ كې ټول كارونه په سړه سينه تر سره كړئ او له تلوار څخه كار مه اخلئ.

۷- د نظر مخالفت مه کوئ
په اوس وخت کې هر څوک سیاست پوه دی، د هرچا نظر ته درناوی وکړئ، که چیرې میلمه د کوم چارواکي پلوي کوي او تاسو ته خوند نه درکوي، له نظر سره یې مخالفت مه کوئ، ځکه ممکن خبره تر خپګان لاړه شي.

۸- تلویزیون مه ګورئ
په میلمه پالنه کې له خوارک څښاک نه مهم څه هغه خبرې اترې دي، که چیرې میلمه درسره خبر کوي او تاسو تلویزیون یا هم په موبایل کې مصروف اوسئ، دا هم میلمه ته د ځواب ورکولو په معنا ده.

ښه خبره دا ده که چیرې تلویزیون هم ګورئ نو ریموټ یې میلمه ته ورکړئ، ترڅو د خپلې خوښې خپرونې وګوري.

۹- سهار له میلمه مخکې ویښ شئ
د شپې ځای ورته داسې تیار کړئ چې په ډاډه زړه خوب وکړي، د تشناب ادرس ورکړئ، خو سهار له میلمه مخکې ویښ شئ ترڅو د لمانځه لپاره یو ځای مسجد یا هم کور کې ورسره برخه واخلئ.

۱۰- مخه ښه مه هیروئ
که تاسو هر څومره مهم کار لرئ، له میلمه سره په مخه ښه یا خدای په اماني کې برخه واخلئ.

د تګ په وخت کې ورته بیا بیا تګ غوښتنه وکړئ، او له لیدلو یې خوښي ښکاره کړئ، همدارنګه تر دوازې پورې یې بدرګه کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي