هوساینه دلته ده – عصمت الله صالح

په دې حقه روژه کې د سړک پر څنډه ناسته سوالګره په نظام او دولت کې د حق غوښتلو ادعا نه کوي؛ په حکومت کې د لږواکې چوکۍ هیله هم نه لري؛ په ځلېدونکو غمیو پوښلې ماڼۍ نه غواړي؛ د عصري ژوند خوبونه خو ورته هسې تش مذاق ښکاري؛ د شهوت د غرایزو په خاطر هره روا چغه خو یې له ډېرې پخوا په ستوني کې خپه شوې او د وجود دا طبعي سکروټې خو یې ډېر مخکې د خپل وژل شوي، بې درکه یا په نشه‌يي توکو د روږدي خاوند له جلاوالي سره سم  د وخت تر امبار خاورې لاندې شوې دي.
نو بیا د خالق دا ستر مخلوق څه غواړي؟
یوازې مینه، یوازې یوه سړه ډوډۍ او یوازې د یوې خوږې خبرې اورېدل غواړي.
خدای تعالی هر انسان پر ځمکه خلیفه ټاکلی؛ واک او اختیار یې ورکړی؛ پر طبعیت یې سپور کړی؛ د ساه ایستلو، ځغاستې او… لپاره یې د فضا موجودیت وربښلی، خو د دې ټولو باوجود بیا هم ډېرو انسانانو واقعاً دا دروند مسوولیت تر خپلې څلوردېواله کوټې محدود کړی او د فردي ژوند پر خلافت یې نومولی، خو د انسانیت او همدردۍ فلسفه پر دې ټکو د رد کرښې راکاږي؛ ردوي یې او هر انسان ته د هغه په ژوند کې د خدای ورکړي استقلال عملي کېدل غواړي.
انسانیت په ټولنیز ژوند کې د هغه فعالیت نوم دی چې له دین او مذهبه سرچینه اخلي، او دین د انسان د دروني او بېروني ډاډ په خاطر یو ضرورت دی.
چې خبره بل اړخ ته لاړ نشي، نو په ټولنه کې د انسانیت (په تمامه مانا انسان جوړېدل) ډېرې بېلګې لري، چې یو تر ټولو کوچنی مثال یې د اړمنو لاسنیوی دی.
راشه سر له سبا یې پیل کړه:
هر مازدیګر چې له دوکانه د سلو روپیو سودا اخلې، لس افغانۍ ترې د داسې خلکو لپاره بېلې کړه؛
یو شور جوړ کړه، د بېوسه او بېوزله په خاطر یوه جمله ولیکه، خپلو مالدارو ملګرو ته انګېزه ورکړه او په هېواد کې د خیریه بنسټونو غږ بدرګه کړه؛
په ښار/ کلي کې چې د هر سوالګر تر مخ تېرېږي، پر جېب ګوتې ووهه، خو دا مه وایه چې دا کسان همداسې عادت شوي، بلکې ته د انسانیت په خاطر دا کار وکړه او یوه افغانۍ د یوه محتاج انسان پر لمنه کې واچوه، او…
هسې هم موږ په داسې ټولنه کې هست شوي یو، چې هر کس مو له یو ډول نه، یو ډول ذهني او اروايي رنځه کړېږي، نو د دې حالت د ښه بدلون، یانې ذهني آرامتیا په خاطر پر خپل ژوند او کرکټر غَور وکړه، وګرځه؛ یوه بېوسه ته لاس ورکړه؛ له بېوزله سره مرسته وکړه او یو پرېشانه انسان خوشحاله کړه، باوري یم چې خپل کنفیوز ذهن به دې آرام شي او هوسا به شې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي