بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

که هوسا او خوښ ژوند غواړئ، ۱۰ شيان پریږدئ

لیکنه: شریف شاهین

لیکنه: انا ایرکک
ژباړه: شاهین

چې ماشومان و، ژوند ډيره ساده، ښکلی او خوشاله و. همداسې نه ده؟! اندیښنې کمې وي، د هیڅ شي، غم راسره نه و. بس هره خوا مو خپله خوښي لټوله.

اوس چې موږ لویان شوي یو؛ د ژوند تجربې مو پراخه شوي، ځان خوشالول راته ګران شوي دي.

خو ولې؟ ولې موږ په اسانه ځان نشو خوشالولای؟!

ښکاره ده، چې کله موږ ماشومانو و، هرې خوا مو د ځان په ګټه خوښي لټوله. ټول تمرکز مو په خپل ځان و. اوس مو نورو ته وخت ورکړی، چې زموږ لپاره خوښي او سوکالي ولټوي او موږ خوشاله وساتي. خو دا امکان نه لري. خوښي د انسان له درون (داخل) څخه راځي، او هر کس ته پکار ده، چې خپله خوښي خپله ولټوي او پیدا يې کړي.

موږ دلته تاسې ته ۱۰ داسې شیانو در په ګوته کوو، چې پریښودل يې د خوشاله ژوند لپاره اړین دي. دا ۱۰ څیزونه کوم دي، او په ځای يې څه وکړو؟!

۱ـ خپل ضرورتونه د لومړیتوبونو له لیسته مه لرې کوه.

ولې؟! د هر چا خوښ ساتل ناممکن ماموریت دی. دا کار هیڅ امکان نه لري. کله چې تاسې د نورو د اړتیا پوره کولو لپاره سرګردانه يئ، نو خپله څنګه کوئ؟ خپلې اړتیاوې به درته څوک پوره کوي؟ هیڅوک هم نه! که ته خپله د خپل ځان او خپلو خوښيو خیال نه ساتې، هیڅوک به يې په کیسه کې نه شي. دا یو تریخ حقیقت دی او څومره ژر چې پرې پوه شئ، بهتره ده.

ښه نو څه وکړو؟!

هر کس یو له بل څخه په یو نه یو ډول بیل دی. تاسې یوازنې کس یاست، چې په خپلو ضرورتو له بل هر چا ښه پوهیږئ. څه مو خوشاله ساتي؟ څه درته سم ښکاري؟ او د څه شي په تر سره کولو خوشالیږئ؟!

بس بسم الله کړئ. یوه شیبه کینئ. فکر وکړئ. او دې پوښتنو ته حل پیدا کړئ. پیل يې کړئ او خپله خوښي خپله ولټوئ.

۲ـ نورو خلکو سره د ځان له مقایسې تیر شئ.

ولې؟! ځکه چې هیڅکله دوه کسان یو ډول نه وي. او دا ډيره ښه خبره ده. موږ هر یو، یو له بل څخه خاص او ځانکړي یو؛ نو بیا مقایسه کولو ته اړتیا څه ده؟! هیڅ اړتیا نشته، چې موږ دې خپل وخت او انرژي نورو سره د ځان په مقایسه کولو مصرف کړو. موږ باید په خپل ځان باور ولرو، او د ژوند سفر ته په غښتلې ارادې سره دوام ورکړو.

څه وکړو؟

سره له همدې شیبې، د نورو سره د ځان له مقایسه کولو تیر شئ. دا چې نور څه ډول ژوند لري، په کیسه کې مه اوسه. په خپل ژوند او خپل ځان تمرکز وکړه. خپلې موخې مشخصې کړه او د هغې د لاس ته راوړلو کوښښ وکړه. خپلې وړې لاس ته راړونې هم په ښه پال ونیسه او ورته خووشاله شه.

((د نورو ښکلا وستایه، خو خپل ښایست تر پوښتنې لاندې مه نیسه.))

۳ـ ویره مه کوئ.

ویره او ډار له زړه وباسئ. ویره موږ له تجربه کولو څخه په شا تمبوي. که له هر شي ویریږئ، نو له هر شي به لرې شئ. خو که ویره له زړه وباسئ، نو د کار کولو سرحد به مو پراخه او ژوند به مو خوښ وي.

څه وکړو؟

هر ویرونکي حالت چې تاسې ترې ویریږئ، ورځئ پرې. مه يریږئ ترې. که برې مو خپل کړ، نو بویه چې لا غوره شخص به شئ.

ما خلکو ته (نه) نشوه کولای. ما د خلکو لپاره داسې کارونه کړي، چې هیڅ مې نه خوښيده. ویریدم، ما ویل که زه خلکو ته (نه) وکړم، د خلکو به تر پام بدې راشم. بلاخره یوه ورځ مې ځان سره وویل، چې ضرور نه ده، چې د هر چا دې خوښ شم. کوم کار چې مې په طبعه برابر و، خلکو ته مې (هو) کوله؛ کوم مې چې نه خوښيده، خلکو ته مې (نه) کوله. اوس خوشاله ژوند لرم او د (نه) ویلو په هنر هم پوهیږم.

۴ـ په خپلې تېروتنې مه خوابدی کیږئ.

ولې؟! ځکه چې انسان نیمګړی دی. که موږ غلطي ونه کړو، نو څنګه به پرمختګ وکړو. که له غلطۍ ویریږئ، نو بویه، چې د ژوند پرمختګ نه غواړئ. اشتبها او غلطي زموږ ښوونکي دي. زموږ لپاره درس دی او موږ ترې په ژوند کې د پرمختګ په برخه کې زده کړه کوو.

څه وکړو؟

په غلطۍ دې مه شرمیږه او مه هم ورته خوابدی کیږه. بس د ژوند د درس په توګه يې ځان سره ونیسه. زه خپله خپلو اشتبهاتو چې راڅخه شوې دي، تر دې ځایه رسولې یم. زما لپاره زما اشتبهات او تیروتنې زما تجربې دي. کله چې هم درڅخه اشتباه وشوه، ووایه، چې د راتلونکې لپاره راته درس شو. بس ځان سره يې د تجربې په ډول وساته او مخکې ځه. اړتیا نشته، چې په اړه يې بیځایه اندیښمن شئ.

۵ـ خپله خوښي د نورو په لاسو کې مه ورکوئ.

ولې؟! فکر وکړه، که چیرې ته خپل ځان سره مینه ونه لرې، او خپل ځان خپل خوښ ونه ساتې، نو څوک به تاته خوښي او خوشالي درکړي. څوک به ستا د زړه خیال وساتي؟!

خوښي دروني ده؛ بهر نه موندل کیږي. نو بیا ولې، په نورو خلکو کې خپله خوښي لټوې؟

څه وکړو؟!

خپل فکر او احساس درک کړه. هڅه وکړه، چې د خپل ځان شې. ومومه، چې څه تا خوښ ساتي. هیڅوک هم تاته ستا د خوشالۍ لپاره سم تصمیم نه شي نیولای. ته يې، چې خپله به خپل تصمیم نیسې.

۶ـ هڅه مه کوئ، چې د ژوند ټول اړخونه کنټرول کړئ.

ژوند د پیشبینۍ وړ نه دی او همدا د ژوند ښکلا ده. ته نه پوهیږئ، چې شیبه وروسته څه کیږي. د ژوند د ټولو برخو د کنټرول هڅه داسې ده، لکه څوک چې وايي، زه هوا تر کنټرول لاندې راولم. ښکاره خبره داده، چې دا کار امکان نه لري. که کله باد او توفان راځي؛ نو کله شین اسمان او کله ښکلی باران هم وي. د ژوند په هغه برخو، چې کنټرول يې ستاسې له وسه بهر دی، ډیر مه خپه کیږئ. بس راتلونکې ته هیله مند اوسه او د ژوند په ښو اړخونو خپلې سترګې ونښلوه.

که ژوند له وړاندې پلان شوی و، نو بې له شکه، چې ډیر خسته کن به و.

ته به ژوند کې هر څه نه شې پلان کولای. اجازه ورکړه، چې ستا له کنټرول څخه بهر څيزونه هم واقع شي؛ خو باور ولره، چې هر څه به ستا په ګټه وڅرخي.

۷ـ د نورو د توقعاتو د پوره کولو لپاره ځان په مصیبت کې مه اچوه.

موږ د ټولنې برخه یو. ژوند دی، ښکته پورته پکې راځي. د خلکو د ژوند سطحه او زموږ هغه سره توپیر لري. د هغوې د ژوند سټنډرډ زموږ سره فرق لري. په خپل زړه ژوند کوه. یو څوک به غواړي، چې له ۳۰ کلنۍ مخکې واده وکړي، ودې يې کړي. ته يې ولې وکړې؟ ته دې له خپل زړه نه پوښتنه وکړه. که نه غواړئ، چې له ۳۰ کلنې مخکې واده وکړئ، مه يې کوئ. که په نه زړه مو واده وکړ، بویه چې خوشالي مو په لوی لاس له مینځه یوړله. خپل ژوند په خپله خوښه وکړئ.

دوهمه خبره دا، چې د خلکو توقعات او غوښتنې به له تاسو ډیرې وي. ممکن ټولو ته رسیدګي ونه کړلای شئ. خیر دی، اندیښمن کیږې مه. هڅه وکړه، چې نور هم پوه کړئ او ځان ته هم قناعت ورکړئ.

۸ـ د سل په سلو کې د پوره والي کوښښ مه کوئ.

هیڅ انسان ۱۰۰ سلنه پوره نه دی. هر څوک نیمګړی دی او نیمګړتیاوې هم لري. که هر څه سم غواړې، نو ځان به لیونی کړې او هسې به بیځایه خپل وخت او انرژي ولګوې.

هڅه وکړه، چې د پرفیکشن په ځای په کریشن او نوښت فکر وکړئ. کوښښ وکړئ، چې متنوع او نوښتګر اوسئ.

۹ـ د نورو په خوښ ساتلو کې خپل ځان مه هیروئ.

اول ځان دی بیا جهان دی. که هر څه کې ځان وروسته وروسته کوې او خلک مخکې کوې، نو بس په لوی لاس ځان خرابوې. موږ نه وایو، چې تاسې په پوره مانا خودخوا اوسئ. بلکې وایو، چې تاسې ځان ښه وساتئ؛ کله چې تاسې ښه يئ، ستاسې شاوخوا خلک به هم تاسې سره ښه احساس ولري.

هر سهار چې پاڅيږئ، د ځان لپاره یو څه ښه وکړه. نورو خلکو سره به بیا ګورو.

۱۰ـ د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د مناسب وخت په انتظار مه اوسئ.

خپلې هیلې او موخې همیشه تعقیب کړئ. د مناسب وخت په انتظار مه کینئ. همد اوس مناسب وخت دی. که تاسې له دې ښه مناسب وخت غواړئ، نو ممکن هیڅ رانشي. څومره چې د خپلو هیلو او موخو په پوره کولو کې انتظار کوئ، دومره درته د هغې لاس ته راوړل ګرانیږي. همدا اوس هڅه وکړئ، او خپلې موخې تعقیب کړئ.

که د یو کار د ترسره کولو جذبه ولرئ، نو د کار ټولې برخې به سره رایوځای شي. ښې به ترسره شي او خپل هدف ته به ورسیږئ.

کوم کار چې دې زړه غواړي، همدا اوس يې پیل کړه. که دې ترسره کړ، خو موخې ته ورسیدې. که ترسره نه شو، او خدای مه کړه، ناکام شوئ، نو درته تجربه شوه. ذده کړه دې وکړه.

له خپل ارام زون څخه راووځئ. خپلې موخې ولټوئ او د هغې له ترلاسه کولو څخه خوند واخلئ.

کله کله له خپلې تنهايۍ هم خوند واخلئ. له خپه کوونکې اړیکې، تنهايي بهتره ده. له دې سربیره د ټولو هغه څیزونو او خلکو په اړه چې تا خپه کوي، فکر کول پریږده. د راتلونکې په اړه ډیر مه انديښمن کیږي. د خپل حال (نن) څخه خوند واخله. سبا لپاره تمه ساته.

وروستۍ خبره، که فکر کوئ، دې لیکنې داسې څه شته چې ستاسو دوستان  هم ترې ګټه اخیستلی شي نو د خپل فیسبوک څخه یې شریکولو کې  سختي مه کوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین