مارچ 2, 2021

د بريالي او هوسا ژوند درې رازونه

موږ ټول انسانان طبيعتا د دې په لټه کې يوو چې خوښ، بريالی او هوسا ژوند ولرو. د يو ارامه ژوند لپاره هره څوک په هر هغه توګه چې دی يې مناسبه ګڼي هڅه کوي. د هر دين، قانون او اصولو پيروان هم د بريالي ژوند لپاره ځانګړې لارښوونې او قواعد لري. په دې اړه ډېری ليکوالانو، پوهانو، څېړونکو، ژباړونکو… د خپل وس مطابق مقالې ليکلي، څېړنې يې کړي او په ټوله کې خپلې هڅې يې کړي دي. په دې ليکنه کې به تاسو ته د بريالي ژوند په اړه درې مهمې لارښوونې وړاندې شي.
۱- خپلې موخې وليکئ!
موږ معمولا درې ډوله موخې لرو: لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله.
لنډمهاله، لکه: دقيقه يي، ساعتوار، نيمه ورځ او ورځينۍ موخې.
منځ مهاله، لکه: دوه ورځينۍ، څلور ورځينۍ، اونيز، ۱۵ ورځينۍ او مياشتينۍ موخې.
اوږدمهاله، لکه: څلور مياشتينۍ، اته مياشتينۍ، کلنۍ، څو کلنۍ…
دوه کتابچې د ځان لپاره واخلئ، يوه د اوږدمهاله موخو لپاره او بله يې د لنډ مهاله او منځ مهاله موخو لپاره.
د لنډمهاله او منځ مهاله موخو لپاره د يادښتونو کتابچه مو بايد جيبي يا وړه وي، کله چې سهار له خوبه پاڅېږئ؛ نو هر هغه څه چې تاسو يې د ساعتونو، ورځې او د لنډو څو ورځو کې ترسره کول غواړئ، ټول په خلص ډول وليکئ. کله مو چې هر کار ترسره کوه نو، هغه ټېک مارک کړئ.
د ورځې په پای کې مخکې له خوب څخه خپله کتابچه چک کړئ چې څومره کارونه مو بشپړ کړي دي. په دې ډول به تاسو ته يو ډول سکون رامنځ ته شي.
۲- باور او هوډ مو بايد غښتلی کړئ!
غښتلی باور او هوډ هغه څه دي چې تاسو خپلو ټاکلو موخو ته رسوی شي. کله چې تاسو ټاکلې موخې ولرئ، نو دويم اړين څه قوي هوډ او باور دی. تاسو بايد په دې باور ولرئ چې کولی شئ خپلو موخو ته ورسېږئ. پرځان او په خپلو موخو باور د برياليو کسانو له ځانګړنو څخه ګڼل کېږي.
که ټوله نړۍ وغواړي چې له تاسو سره ستاسو د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او تاسو يې ونه غواړئ، نو موخو ته به مو ونه رسېږئ. خو که ستاسو هوډ او اراده پياوړي وي، هرو مرو به خپلو اهدافو ته ورسېږئ.
۳- په خپل ځان مو پانګونه وکړئ!
له وارن بافټ څخه چا وپوښتل: څنګه کولی شو چې شتمن شو؟ د وارن بافټ ځواب ډېر ساده و: په خپل ځان پانګونه وکړئ.
د ورځيني ژوند د مخکې تګ لپاره ستونزې ګالل، د زده کړو لپاره خولې تويول، د ځان د مالوماتو لپاره له نورو پوښتنه کول، کتاب مطالعه کول او داسې ورته نورې کړنې، ټول هغه څه دي چې تاسو يې يوازې او يوازې د خپلې وړتيا د لوړولو لپاره کوئ، يا په بله اصطلاح په خپل ځان پانګونه کوئ.
په دې کړنو سره کولی شئ چې خپلې وړتياوې لوړې او پر ځان پانګونه وکړئ:
– مطالعه کول.
– ورزش کول.
– عبادت کول.
– له يو او بل سره همکاري کول.
– ښه خواړه خوړل.
– منظمه خوب کول.
– د مالوماتو د اخېستنې لپاره انټرنېټ، راډيو، تلويزيون ليدل.
– د مالوماتو د اخېستنې لپاره سيمينار، ورکشاپ او جلسو کې ګډون کول.
– د لويانو، پوهانو او پياوړو اشخاصو سره ناسته پاسته کول.

د حزب التحرير پر غړو بندیز ولګيد

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

ژباړه او زیاتونه د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي حزب التحریر د افغانستان له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی او غړي یې تر دې وروسته عدلیې وزارت کې تر ثبتېدو پورې ... نور ولولئ