Advertisements
ټولنیز ژوند کلتور او هنر

د اس نال؛ ولې او کله نه د نېک شګون په حیث کاریږي؟

لیکنه: صادق طارق

د اس د پښو نال له پخوا زمانو څخه د نېکمرغۍ د شګون په توګه کارول کیږي.

اوس په افغانستان کې دا رواج کم شوی، خو لا هم یوه برخه خلک باوري دي چې دغه نال د نظر ماتي، نیکمرغۍ او خوشالۍ لپاره ضرور دی.

په ډېرو سیمو کې به مو لیدلي وي، چې خلکو د کورونو پر دروازو، د کاروبار په دوکانونو او دېرو کې دغه نالونه په لوړ ځای ټک وهلي.

ولې نېک شګون دی؟

د اس نال د انګلیسي د یو کلیمې په شان دی. دا بڼه ځینې خلک د سپوږمۍ او لمر مشابه ګڼي او باور لري، چې د روښنایۍ او سوکالۍ نښه ده.

دغه باور به اوس کم شوی وي، خو پخوا بیخي عام او عمومي و.

د لمر او سپوږمۍ د نښو او رڼایۍ په اړه له پخوا زمانو څخه خلکو همداسې باور درلود.

تر دې چې خلکو به د نورو ځینو شیانو ترڅنګ لمر او سپوږمۍ ته عبادت هم کاوه.

سربېره پردې د اس د نال په اړه ښه باور له دې کبله هم موجود و، چې اس ته خلکو په ښه سترګه کتل او لا ګوري.

اس له دې کبله، چې اهلي او وفادار حیوان ګڼل کیږي، نال ته یې خلک په ښه سترګه ګوري.

تاریخي مخینه

تاریخي څېړنې ښيي، چې د اس دنال په اړه دا نیک باور له لرغوني یونان څخه لویدیځ تمدن او بیا ختیځ ته لېږدول شوی.

ځینې روایتونه ښيي، چې د اس د نال په اړه خوشباوري له لسمې پېړۍ راهیسې پيل شوې ده.

له هغه وخته تر څه موده مخکې زمانې پورې ډېرو خلکو د خپلو کورونو پر دروازو دغه نال ټک وهه.

په برتانیه کې خلکو دا باور هم درلود، چې کوم ځای د اس نال ټک وهل شوی وي؛ هلته شیطان د ورتلو نیت نه لري.

دا باور زر په کاتولیکه ټولنه کې هم مشهور او عام شو. چې ورسره زیاتو خلکو د اس پر نال باور پیدا کړ.

په منځنیو پېړیو کې خلکو د اس له نال څخه د جادو د رد لپاره کار اخیسته.

یانې په دې نیت یې پرخپلو دروازو لګول، چې د چا جادو او سحر پر دوی اغېز ونه کړي.

اوس مهال په ډېرو سیمو کې د اس نال ته ورته خلک د سرو زرو غاړۍ جوړوي او خپلو مېرمنو او معشوقو ته یې ډالۍ کوي.

 

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق