له ناهلیو د ځان ژغورلو څو حل لارې

ليکنه: عمران لمر
ناهيلي اوس په يوه داسې رواني ناروغۍ بدله شوې ده چې زمونږ د ټولنې لويه برخه ورسره لاس او ګرېوان ده او د دا ډول خلکو يوه لويه برخه نوي ځوانان جوړوي.
له بده مرغه په هېواد کې روانو نا امنيو، غربت، بې عدالتۍ محروميتونو او ځينو کلتوري محدوديتونو د دې پديدې د لا خپرولو لپاره زمينه برابره کړې ده.
دا ناروغي په پيل کې دومره خطرناکه نه وي؛ خو که دوام ومومي د ټولنې څخه د بېلېدو، وروسته پاتې والي، ځان ځورونې او حتی د ځان وژنې سبب ګرځي.
د يادې ستونزې څخه خلاصون ګران نه دی؛ خو که جدي وګڼل شي او په يو لړ اصولو باندې عمل وشي؛ نو کولی شئ له دې ستونزې ځانونه خلاص کړئ او يو هوسا او آرام ژوند ولرئ.
زه د يو څو نقطو يادونه کوم چې که عملي يې کړئ، له ناهيلۍ په خلاصون کې درسره پوره پوره مرسته کولی شي:
۱ـ مهالوېش
لومړی کار چې تاسې يې بايد وکړئ، د ورځنيو فعاليتونو لپاره د مهالوېش جوړول دي.
سهار څو بجې له خوبه پاڅېږئ؟ د اودس او لمونځ له کولو وروسته څه کوئ؟ او همداسې تر شپې ويده کېدو پورې بايد هر څه د يو مهالوېش له مخې منظم او سر ته ورسوئ.
د مهالوېش جوړول تر ډېره ستاسو په شخصي علاقې او ذوق پورې اړه لري چې کومو کارونو ته په کې ځای ورکوئ؛ خو مطالعه او ورزش مو هېر نه شي.
۲ـ ورزش
هره ورځ سهار يا مازيګر لږ تر لږه نيم ساعت ورزش ته ورکړئ.
ورزش به مو صحت روغ وساتي او له ټولو هغو فکرونو مو ژغوري چې ستاسو ذهن مغشوشوي.
هڅه وکړئ منظم ورزش وکړئ او آزاده فضا کې يې وکړئ؛ تر څو تازه هوا تنفس کړئ.
۳ـ مطالعه
په ورځني مهالوېش کې مو مطالعې ته ځای ورکړئ، د کتاب په انتخاب کې خپل ذوق وپالۍ.
هغه کتابونه مطالعه کړئ چې ستاسو په ذوق برابر وي او له مطالعې يې خوند واخېستلی شئ.
که په ښوونځي يا پوهنځي کې يئ او هره ورځ درسي کتابونه لولئ، دا مطالعه مو حالت نه شي بدلولی، جبري مطالعه هم په ذهن بوج راولي.
د درسي کتابونو تر څنګ بايد ذوقي مطالعه هم وکړئ، تر څو مو د ذهني تفريح سبب شي.
هڅه وکړئ په نړۍ کې د برياليو کسانو ژوندليکونه ولولئ او د هغوی له تجربو ګټه واخلئ چې هغوی څه ډول پر خپلو ستونزو برلاسي او د يوه ښه ژوند څښتنان شول؟ د مطالعې لپاره بايد يواځې، آرام او روښانه ځای وټاکئ.
۴ـ تفريحي چکر
کله کله د کورنۍ له غړو او يا نږدې ملګرو سره د غرنيو او شنو سيمو ليدلو ته په چکر لاړ شئ.
دا کار به مو يوه شېبه له ورځنيو کارونو، ستونزو او تکليفونو ورهاخوا د لږ وخت لپاره روحا او جسما آرام کړي او کله چې بېرته راګرځئ؛ نو په يوه نوې انرژۍ او نوي فکر به خپل ورځينی ژوند پيل کړئ.
۵- له نورو تمه کول پرېږدئ
خوشحالي په ځان کې ولټوئ، همدا تاسو يئ چې خپل ځان ژغورلی شئ.
دا احساس تاسو ته د دې قدرت درکوي چې د خپلو ستونزو د حل لپاره خپله راپورته شئ او مبارزه وکړئ.
بريالي کسان هغوی دي چې له نورو د ځان د ژغورنې تمه نه لري، بلکه خپله هڅه کوي، کار کوي او ځان ژغوري.
که مو پورته خبرې عملي کړې، باوري يم چې له ناهيلۍ ژغورل کېږئ او د يو نوي ژوند پيل به مو کړی وي.
د دې تر څنګ نور کارونه هم شته، مثلا: ځان ته يو سالم مصروفيت پيدا کړئ، په امکاناتو پسې يې مه ګرځئ؛ ځان بوخت وساتئ.
بېکاري د هرې ستونزې زېږوونکې ده.
هغه سندرې مه اورئ چې خفه کوي مو، پر ځای يې آرامې او خوشحالوونکې سندرې واورئ.
له هغو خلکو سره ناسته مه کوئ چې ذهن مو مغشوشوي، پر ځای يې له هغو خلکو سره ملګرتيا وکړئ چې د ژوند په هکله درته غږېږي او يو څه ترې زده کړئ.
د نشه يي توکو له کارونې ځانونه وساتئ، ځکه دا مو د يواځيتوب خواته بيايي او د ټولنې په نظر کې لوېږئ.
هڅه وکړئ چې خپلې کورنۍ ته هم وخت ورکړئ، دا مو روحا آرامولی شي. او په پای کې په ځان باور ولرئ چې تاسې له هرې ستونزې د راوتلو وړتيا لرئ.

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ