د ناهیلۍ سره د مبارزې ۶ حللاري!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
هرکله چي زموږ په ژوند کي منفي احساسات او نااُمیدي رامنځ ته کېږي موږ کولای سو چي ورسره مبارزه وکړو څو موږ له وروستنیو مشکلاتو سره مخامخ نه کړي. هرکله چي ناهیلي سواست، زموږ ددې مقالې لوستل حتمي درته مفید تمامېږي.
مې هېروئ چي کله هم خپلو نژدې قریبانو يا دوستانو ته د عجز، ناتوانۍ يا خښم په چوکاټ کي خپلي ماتي ښکاره نه کړئ. ناهیلي کوونکي او بدي پېښي چي کله هم رامنځ ته کېږي ستاسي ټول ذهن نیسي او له تاسو غوښتنه کوي او تاسې هم باید مقرري ومنئ.
په همدې آساس، راځي داسي وختونه چي تاسي د هغو بدو خبرونو په واسطه چي په ناڅاپي ډول تاسي ته راځي تاسي د ناهیلۍ احساس کوئ او تر يوه بریده دا خبرونه تاسي ته القاء سوي دي چي سبب کېږي تاسي دې ناهیلۍ ته ورسېږئ، هغه احساس چي په کار او واده کي په ناهیلۍ تمامېږي او هغه بد احساس چي تاسي ته لاس درکوي او همدا حقیقت دئ. خو واقعیت دا دئ، چي د انسانانو ذهنونه کاملاً له دې مسایلو سره غبرګون ښکاره کوي په همدې آساس، هغه سخت او ستونزمن شرایط چي يو فرد پکښي راګيرېږي، تر يوه بریده کولای سي چي پر هغه باندي غلبه وکړي. رښتيا دا دي، چي زموږ مغز داسي ډیزاین سوی دئ چي نه سي کېدای چي یاد غم تر اوږدمهاله پوري ادامه پیداکړي.
ځیني وختونه موږ يوه تحریک ته اړتیا لرو چي دا زموږ سره مرسته کوي څو له خپلو ناهیلیو سره و اوسېږو او موږ په دې لیکنه کي همدې ټکي ته اشاره کړې ده.
د ناهیلۍ سره مقابله
د هر ډول ناهیلۍ سره چي کېدای سي په کارځای یا له دوستانو سره په اجتماعي اړیکو کي وي، تر يوه بریده له یوه خاص روش څخه پیروي کوي. البته د مبارزې یا مقابلې له پاره چي کوم ګامونه اخیستل کېږي، د هغو شرایطو له مخي چي فرد پکښي راګيرېږي، ناهیلي به تغیر کړي خو دا موضوع د شرایطو په شدت پوري اړه لري.
لاندي هغه مرحلې درته ذکر کوو چي پر ناهیلۍ باندي د غلبې ښکارندویي کوي.
۱ـ ژړا، لطفاً وژاړئ
يو پټ ځای ته ولاړ سئ (وژاړئ)، یو غمناک فلم وګورئ، تشناب یا غسل خانې ته ولاړ سئ، پر ځان باندي اوبه را ایله کړئ او يا بل هرڅه چي تاسې خوښوئ، وکړئ خو وژاړئ.
ژړا او ژړل په غلطۍ سره د کمزورۍ نښه بلل سوې ده په خاصه بیا د نارينه وو له پاره. ژړا او ژړل داسي میکانیزم دئ چي ټول دروني هیجانات تخلیه کوي، همدارنګه له تاسي څخه هر ډول سټریس او فشار لېري کوي او تاسې د راحتۍ او هوسایۍ احساس کوئ.
په همدې آساس، که مو اوښکي را توېیږي پرېږدئ چي توئ سي. یوازي هغه وخت چي تاسي خپل دماغ ته له سمومیته د خلاصېدو اجازه ورکوئ، وبه کولای سئ چي د ښه کېدو له پاره ګامونه واخلئ.
۲ـ پېښي ومنئ
تاسي چي له هر شي سره مخامېږئ او يا تاسي ته در پېښېږي، وې منئ. ډېری کسان غواړي چي له اوږو څخه د غمونو پېټي لېري کړي دا ځکه چي د هغوی له پاره دردناکه دي خو یوازي منل او قبلول واقعیت دئ چي هغوی آرامولای سي. هغه ډېري ناهیلي کوونکي پېښي چي ستاسي په ژوند کي رامنځ ته کېږي، وې منئ.
خو ولي د منفي افکارو سره د مقابلې او مبارزې له پاره د ژوندانه پېښي منل ضروري دي؟ دا ځکه په داسي صورت کي ستاسي افکار نه آرامېږي او تاسي به د خپلو افکارو سره ونه اوسېږئ. منفي او ناهیلي کوونکي افکار په راتلونکي کي په محضی لږ پاروني سره اوج ته رسېږي او حتی تر هغه ډېر چي شرایط ئې ایجابوي، د فرد په آزارولو او ځورولو تغېرېږي.
۳ـ ځان تغیر کړئ
ځینو کسانو ځانونه داسي جوړ کړي وي چي د پېښي او فاجعې عمق ته ځي او دوندي په خپل غم کي ژور ځي چي هيڅکله له یادو شرایطو او حالاتو د راوتلو له پاره حاضر نه دي. انسانان پر ځانو باندي په زړه سوي او د” افسوس پر ما “ جملې ويلو ته متمایل دي. خو که دا جمله ونه ويل سي او پرېنښوول سي چي منفي او بد احساسات ستاسي په ورځني ژوند کي مداخله وکړي، په پایله کي ستاسي د دماغ پر موثرتوب باندي اغېز ښندي. دا نو هغه وخت دئ چي باید د ځان سره ووایاست چي:” نور بس ده “ او باید کوښښ وکړئ چي ځان تغیر کړئ او ژوند ته ادامه ورکړئ.
۴ـ کور د خوشحالۍ په محل باندي تغیر کړئ
له شک پرته، د ناهیلۍ احساس له پرله پسې ماتېو او کمو خوشحالیو څخه چي خلګ ئې په ترلاسه کولو پسې دي رامنځ ته کېږي. خو اوس پوښتنه دا ده، چي په داسي وختو کي باید څه وکړه سي؟
ډېر کارونه سته چي افراد ئې باید وکړي مثلاً خندوونکي فلمونه وګورئ چي ستاسي خندا تضمین کړي. وخت مو له داسي يوه کس سره چي د هغه سره واقعاً علاقمندي لرئ او تاسي ته خوشحالي درکوي تېر کړئ. بېلابېلو ورزشونه وکړئ. چای وچښئ. له داسي کسانو سره چي د طبیعت او فطرت سره ئې جوړه وي اړیکي ولرئ. کتاب ووایاست. لوړي او ژوري خبري مطالعه کړئ. معلومه کړئ چي په ژوند کي مو چشي تاسي پرمخ بیايي همدا هرڅه دي چي د منفي افکارو پر ځای باندي باید عوض کړه سي.
او که له دې ټولو يوه هم درسره مرسته ونه کړه، ځان پر خندا او خندلو مجبور کړئ. دا اجباري خندا مو مغز ته ځیني علایم استوي او تاسي خوشحالوي او ستاسي احساس په کراره خو په باوري توګه بهتر کېږي او داسي نور څیزونه چي په دې زمینه کي موثر دي هغه له ټولو هغو څیزونو یو فهرست چمتو کول چي تاسي خوشحالوي؛ دا به ستاسي سره دا مرسته وکړي چي پوه سئ څنګه سکون او آرامش ته ورسېږئ.
۵ـ له منفي احساساتو سره مقابله وکړئ
د رامنځ ته سوي غم او پېښي په اړه فکر وکړئ او هغه ته د خپل ژوند له زاویې څخه وګورئ. آیا رامنځ ته سوې مسله به ستاسي په ژوند کي اوږدمهاله اغېز ولري. هغه څه چي اوس پېښ سوي دي آیا په راتلونکو کلو کي به هم ستاسي له پاره مهم وي؟
که مو جوابونه” نه “ وي نو باید پوه سئ چي دا هرڅه چي هر رقم وي تېرېږي. دلته کېدای سي فکر وسي چي جوابونه” هو “وي چي هغه معمولاً داسي کېدای نه سي. په داسي وختونو کي منفي احساسات سبب کېږي چي په سهي ډول فکر ونه کړئ، په همدې آساس هغه څه چي کېدای سي تاسي ورباندي فکر وکړئ او په هغه وخت کي چي ستاسي عصبانیت او خښم کمېږي، هغه څه چي پاته کېږي، جدی به نه وي.
ځکه نو افکار مو ددې په پوهېدلو سره چي منفي احساسات او د هغوی اثرات پاته کېدونکي نه دي خلاص کړئ او له همدې اوسنۍ لحظې پرېږدئ چي د هغوی سره وجنګېږئ.
۶ـ پلان او پروګرام ولرئ
هغه څه چي ستاسي سره مرسته کوي څو له ناهیلۍ لېري اوسئ، د يوه پلان او طرحې جوړول دي. د ټولو پېښو او رامنځ ته سوو حادثو له درسو څخه يو لیست جوړ کړئ. ټول هغه درسونه چي تاسي زده کړي او ټول موارد چي تاسي تجربه کړي دي او هغه څیزونه چي ستاسي سره ئې مرسته وکړه څو بیامومئ چي چېري ياست او ولي دا شیان ضروري دي دا ځکه چي هغوی مرسته کوي څو پوه سئ چي د ځانو او نورو کسانو په اړه باید په لا ډېرو شیانو پوه سئ او دا چي څنګه تاسي باید يا نباید که ورته پېښي په راتلونکي کي رامنځ ته سي غبرګون وښياست يا ونه ښیاست.
دا کټ مټ هماغه شی دي چي موږ ئې همېشه په لټه کي يوو؛ هغه درسونه چي موږ زده کړي او هغه څیزونه چي کولای سو له یوې پېښي څخه ئې نتیجه واخلو. تر دې وروسته نو تاسي طرحه او نقشه لرئ او تشخیصوئ چي په ترسره کولو سره ئې د راحتۍ احساس کوئ او دا درسره مرسته کوي چي تاسي په آسانۍ سره له خپلو دوستانو سره يوه ساده مکالمه وکړئ.
تر دې وروسته نو تاسي د لا ډېري راحتۍ احساس کوئ او دا ناهیلۍ چي همېشه ئې تاسي تهدیدولاست او تاسي د کمبودتیا احساس کاوه لېري او برطرفه کېږي او په دې طرحي سره چي تاسي د ناهیلۍ سره د مقابلې له پاره انتخاب کړه اوس داسي نظریه لرئ چي ښيي چشي ته اړتیا سته چي وکړه سي او څه وخت ئې باید نتیجه ګیري وکړئ.
په همدې آساس، وروسته تاسي د ډېرو شیانو په اړه کوچني راځئ. خو مې هېروئ چي همېشه داسي شیان وي چي د ناهیلۍ سبب کېږي خو هغه څه چي موږ ئې باید په اړه پوه سي دا دي چي چشي مهم دي.