اقتصاد

هلمند کي ۱۶ مټریک ټنه شاتو تولید شوي

اعلان

په هلمند ولایت کي سږ کال د تېر کال په پرتله زیات عسل یا شات تولید سوي دي.

د هلمند ولایت د کرني ریاست مسئولین وایي، چي سږ کال په دې ولایت کي ۱۶ مټریک ټنه عسل تولید سوي دي، چي د تېر کال په پرتله پکښي زیاتوالی راغلی.

د دوی په خبره چي په کور دننه دې عسلو ته ښه بازار موجود وو او د مچیو د ښې روزني په برخه کي هم بزګرانو پوهاوی ترلاسه کړی وو.

په هلمند ولایت کي د کرني ریاست د همږغۍ او برنامو مسئول رفیع الله قلم وایي، چي تېر کال د کرني او مالدارۍ وزارت په بودیجه دوه سوه کورنیو ته د شاتو صندقونه د کارډیف موسسیې لخوا ورکول سوي وه.

د قلم په خبره چي د یادو صندوقونو ترڅنګ د هلمند کرني ریاست هم پنځوسو فارمونو ته صندقونه ورکړي وه، چي له همدې امله تېر کال هلمند کي د شاتو د تولید کچه ۱۶ ټڼه مټریک ته ورسېده.

قلم زیاته کړه:

«سږ کال به هم د دې ولایت د شاتو د تولید کچه زیاته وي، د مچیو فارم لرونکو ته د مچیو د خوراکي، د امراضو مخنیوي، د عسلو د ښه تولید او مارکیټ په اړه به روزنیز پروګرامونه هم پیل کړي.»

Helmand (1).jpeg
بلخوا بیا د مچیو د فارمونو د اتحادیې مسئول نعمت الله حسیني وایي، چي سږ کال هم د عسلو یا شاتو د تولید کچه ښه ده، خو په وینا ئې، چي په بازارونو کي غیر منظمو عسلو د سمو عسلو په وړاندی لوی خنډ جوړ کړی.

دی وایي که چیري د دغه فارمونو عسل په سمه توګه په بازار کي  وپلورل سي ډېره ګټه به په لاس راسي.

د هلمند د کرني ریاست د معلوماتو له مخي د مچیو روزنیز فارمونه د لښکرګاه ښار ترڅنګ په نادعلي او ناوې ولسوالیو کي شتون لري، چي فارم لرونکي ئې د تولیداتو څخه خوښ دي.

د دې ریاست مسئولین وایي که چیري کروندګر د مچیو روزني ته مخه کړي د کوکنارو او نورو ناقانونه کښتونو په پرتله به ئې اقتصادي وضیعت ورسره ښه سي او څو چنده ګټه به په لاس راوړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.