اپریل 23, 2021

د دې نباتي درملو سره مو د ستوني درد علاج کړئ

ژباړه: نسیمه محمدي
د ستونې درد درملنه د شات، زنجبیل او تروش لیمو سره.
دلته تاسې ته د ستوني درد لپاره یو ډول نباتي درمل درپېژنو،چې په کورونو کې مو شتون لري.
اړین توکي:
۱: تازه زنجبیل
۲: لیمو
۳: شات
د چمتو کولو طریقه
تازه زنجبیل او لیمو ټوټه- ټوټه مړئ او وروسته یې په یو ښيښه یي لوښي کې د شاتو سره ګډ کړئ او په یخچال کې کېږدئ. د څه وخت وروسته دا مخلوط یخ ته ورته شکل ځان ته  نیسي. د ګټې اخېستنې په وخت کې یوه قاشقه له دې موادو څخه ګرمو اوبو کې حل او وخورئ. دا مخلوط کولای شئ د دوه یا درې میاشتو لپاره په یخچال کې وساتئ.
هڅه وکړئ چې زیاتره وختونه له طبي بوټو اودرملو  څخه ګټه واخلئ، چې تر ټولو کم زیان لرونکي دي.

وروستي مطالب