ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

راز ساتنه؛ د کورنۍ او ټولنې پر سلامتیا باندې اغېزې

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

هر انسان که وغواړي یا و نه غواړي، په خپل فردي او اجتماعي ژوند کي ځیني رازونه لري چي باید په راز ساتلو کې کوښښ وکړي. ځیني له دغو رازونو ئې په ځان او ځینې هم په کورنۍ او ټولني پوري اړوندېږي. راز ساتنه پر دوه ډوله ده: اول، د نورو راز ساتل او دوهم، خپل رازونه پټول. څوک چي خپل رازونه پټ نه سي ساتلای، نه سي کولای چي د نورو رازونه دي پټ کړي.

ډاکټر پورفرخ ارواپوه وويل: راز ساتنه د انسانانو يوه له مثبتو ځانګړنو څخه ده چي نه یوازي په فردي او شخصي ژوند کي د دوئ سره مرسته کوي بل لا د يوه کامیابه اجتماعي ژوند لرلو په خاطر هم مؤثره ده. څوک چي پوهېږي او کولای سي د نورو رازونه له ځان سره وساتي او له بل چا سره ئې شریک نه کړي، مسلماً د امین او باوري کس په توګه پېژندل کېږي او نور لا  ورباندي ډېر باور کوي.

نوموړي ادامه ورکړه: البته باید پوه سو چي کومي خبري راز بللي کېږي او باید پټي کړې سي او کومي خبري راز نه بللي کېږي او پټي ساتل ئې هم مهم نه دي. همدارنګه باید پوه سو چي راز څه وخت  باید ښکاره کړل سي او کوم راز تر آبده باید پټ وساتل سي؟!

ډېری وختونه فکر کوو چي که څوک موږ ته کوم راز ووايي، باید تر آبده ئې پټ او خوندي وساتو او په اړه له چا سره خبري و نه کړو، خو ځیني وختونه همدغه راز ساتنه کولای سي داسي مشکلات رامنځ ته کړي چي د هیچا په ګټه نه دي؛ لکه هغه دوستان چي یو د بل راز ساتونکي دي او هیڅکله نه اماده کېږي چي د خپل دوست له کورنۍ سره د هغو مشکلاتو په باره کي چي فرد ته ور پېښ سوي دي، خبري وکړي یا هغوی چي د خپل دوست مخفیانه یا پټ ژوند ئې د ژوند د ملګري (مېړه یا ماینې) له کورنۍ څخه پټ ساتي یا ډېری نور چي درواغ او مفخیکاري په راز ساتني او صداقت سره تعبیروي.

دغه ارواپوه په ادامه کي وويل: نو باید زموږ په یاد وي، چي راز ساتنه له شخصیتي مثبتو ځانګړنو څخه یوه ده، خو باید پر وخت او د عقل او منطق پر آساس ورڅخه کار واخیستل سي؛ نه داسي راز ساتنه چي تر ډېره د نورو د فریب او پنهان کارۍ په معنی وي.

ولي ځینې کسان هیڅ وخت او په هیڅ رقم، د نورو رازونه نه افشاء کوي؟ چشي سبب کېږي چي د نورو خبري له ځانو سره وساتي او نورو خلګو ته ئې په اړه هیڅ و نه وايي؟ شاید ستاسي سره هم دغه پوښتنه مطرح وي خو نه سئ کولای چي قانع کوونکي دلیلونه ورته ولرئ، خو پوهان او متخصصان په دغه باره کي بېلابېل دلیلونه وړاندي کوي؛ داسي موارد چي افراد تشویقوي څو راز ساتونکي اوسي او د خلګو رازونه افشاء نه کړي.

نوموړي ارواپوه وويل: د راز ساتني یو له مهم ترینو دلایلو څخه، اخلاقي اصولو او مسائلو ته ژمنتیا ده او  دوئ د رازونو افشا کول د اخلاقو خلاف کار بولي. همدارنګه ډېری کېدای سي د راز د افشا کېدو د عواقبو له وېري، راز نه افشا کوي او هیڅ وخت د هغه څه په اړه چي اورېدلې دي، خبري نه کوي.

هغوی د ځانو په وړاندي، د خلګو د نظر او همدارنګه خپله د راز ویوونکي د نظر په اړه اندېښمن کېږي او نه خوښوي چي د دوئ په اړه دي ناسم قضاوت وکړل سي. ځکه نو کوښښ کوي، چي رازونه له ځانو سره وساتي او په اړه ئې خبري ونه کړي. له بله اړخه، راز ساتنه د فرد د استقلالیت احساس او شخصیتي ودي سبب هم کېږي او هغه ته د رازونو د لا ساتلو له پاره لا ډېره انګېزه ورکوي. نور هم پر هغه باندي ډېر باور کوي او په پایله کي ډېر دوستان او ملګري پیداکوي.

ځکه نو طبیعي ده چي د رضایت لرلو او همدارنګه له ژوند او دوستانو اړیکو څخه د خوند اخیستلو له پاره، افراد وغواړي راز ساتنه په خپل وجود کي وروزي او پیاوړې کړي.

ولي رازونه افشا کېږي؟

پورفرخ پسي وویل: که راز ساتنه ښه ده، که يو خوښ او رضایت بخشه صفت بلل او شمېرل کېږي او که ټول انسانان خوښوي چي له راز ساتونکو کسانو سره راشه درشه وکړي، نو بیا ولي ډېری کسان نه سي کولای چي د نورو رازونه له ځانو سره وساتي او په ډېري آسانۍ سره ئې رازونه افشا کوي؟

ځینې کېدای سي په علت و نه پوهېږي، خو  په شعوري او لا شعوري ډول، د افرادو رازونه نورو ته بیانوي او نه سي کولای چي په ساتلو کې بريالي اوسي. ځیني نورو بیا دغه کار دوندي تکرار کړی دئ چي اوس نور ورته په یوه عادت تبدیل سوی دئ او اصلاً ئې د اصلاح او برطرفه کولو په فکر کي هم نه دي.

نوموړي ارواپوه ادامه ورکړه: ځیني وختونه افراد دوندي يو پر بل باندي باور لري او پر دوستۍ او ملګریتوب باندې مطمئین دي چي فکر کوي ترمنځ ئې هیڅ راز نسته. په همدې خاطر کېدای سي چي د نورو رازونه هم په ډېري آسانۍ سره بیان کړي او په اړه ئې یو له بل سره خبري وکړي. په داسي حال کي چي حتی د ډېرو صمیمی دوستانو او کورنۍ د غړیو ترمنځ هم باید د رازونو حریم مشخص او پټ وساتل سي.

مهمه خبره دا ده، چي د خلګو رازونه په هیڅ وجه باید د ملګرو او آشنایانو د جمعي بانډارونو او خبرو اترو موضوع و نه ګرځي او په همدې دلیل، سپارښتنه کېږي هره خبره دمخه تر دې چي له خولې ئې راباسو، باید وې سنجوو او په اړه ئې ښه فکر وکړو؛ ځکه چي په ظاهره د همدې ساده رازونو ويل کولای سي چي کورنۍ سره وپاشي او هغوی ته ډېر مشکلات پېښ کړي.

نوموړي وويل: راز ساتنه یوازي دا نه چي یوه اخلاقي مثبته ځانګړنه بلله کېږي چي حتی کولای سي د انسا فردي او اجتماعي ژوند تغیر کړي؛ داسي مثبت تغیرات چي فقط د نورو د راز ساتلو په وجه، د فرد له پاره رامنځ ته کېږي.

د مثال په توګه، هغه څوک چي د امین او راز ساتونکي په حیث د خلګو په منځ کي مشهوره دئ، هغه به ډېر دوستان او ملګري لري او ډېری کسان به ور باندي باور کوي. ځکه نو نور له هغه سره په خاص احترام برخورد کوي.

پورفرخ په پای کي وویل: له بله اړخه، راز ساتونکي انسانان کولای سي چي دغه خاصیت نورو انسانانو ته ور زده کړي او په خپلو رفتارونو سره هغوی ته راز ساتني ته تشويق کړي. له دغه جهته د دغو کسانو د کورنۍ غړي او بیا په خاصه د دوئ اولادونه هم د راز ساتني اهمیت خورا ښه درک کوي او هغوی هم راز ساتونکي انسانان جوړېږي.

نو هغوی هم کولای سي چي په خپلو خبرو اترو کي پر نورو باندي باور وکړي او له هغوی وغواړي چي رازونه دي له ځانو سره وساتي. همدارنګه، ښه دئ چي دغه ټکي ته هم پاملرنه وکړو چي يوه ډېره بده پایله چي تر راز پاشلو وروسته افشا کوونکي فرد ته متوجه ده، د اضطراب او اندېښنې هغه ده او له هغه وخته چي خبره ئې تر خولې راوزي باید دې ته اندېښمن وي چي که څوک ورباندي خبر سي او خبر خپله د راز ویوونکي تر غوږه ور ورسوي؟ ځکه نو هغوی چي راز ساتونکي دي، د خاص سکون احساس کوي او هیڅکله له دغسي مشکلاتو سره نه مخامخېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي