
ولسمشر غني ته د بلېنکن لیک: سره راټول شئ، تېر تاریخ مه تکراروئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر غني ته په لیږل شوي لیک کې د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد له لوري د وړاندې شوې طرحې پخلی کړی دی. بلېنکن ویلي دي چې واشنګټن له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او دغه راز د روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه یوه ناسته راوبولي او د افغان سولې لپاره