خواړه ځوانان او زده کړې روغه سټه کورنی ژوند

ځينې اړينې ناروغۍ شته چې په کور کې يې درملنه کېږي!

Male cancer patient's hand holding glass of crushed ice in dialysis room at hospital
لیکنه: شپنه سلګۍ

ژباړه او راټولونه:شپنه سلګۍ

که موږ او تاسې د خپلو بدنونو په اړه لږ فکر وکړو، نو په دې به پوه شو چې خدای ج په خپل خلقت سره بدن داسې جوړ کړی چې خپله ورسره خبرې کېږي، که د خپل بدن غږ او خبرداریو ته غوږ شو نو له سختو روغتیايي ستونزو سره به نه مخ کیږو.

۱ـ لوږه:

ځيني وخت که هر څومره ډوډۍ خورو خېټه مو نه مړیږي، نو په دې معنی دی چې زموږ بدن د خوړو د هضمولو په برخه کې ستونزه لري او یا هم نه شي کولی اړین غذايي مواد جذب کړي. په پایله کې خوږو خوړو ته لېوالتیا ډېریږي، ځکه بدن غواړي چې ژر انرژی ترلاسه کړي او د خوږو خوړل تر ټولو ښه او آسانه لار بلل کیږي.

حل لار يې:

د بېلابېلو خوړو د خوړولو له لارې د بدن له هاضمې سیستم سره مرسته کوﺉ. او یوه میاشت د ډاکټر تر نظر لاندې هغه خواړه وخورﺉ چې په جوړښت کې یې د هاضمې انزایمونه موجود وي. دغه راز د خوراک بر مهال ډېرې اوبه مه څښی ځکه اوبه د معدې هاضموي مواد له رقیق حالته باسي. هڅه وکړﺉ چې په داسې حالتونو کې پروتینونو ته لومړیتوب ورکړﺉ.

۲ـ د ویښتو پخه

د دې ستونزې د حل لپاره ځینې وخت له بېلابېلو شامپوګانو کار اخیستل کیږي او کله ناکله اغېز هم کوي خو وروسته تر لنډې مودې بیا هم ستونزه موجوده وي. که ستاسو د ویښتانو په منځ کې سپینه پخه یا سبوسک لیدل کیږي نو په دې معنی ده چې وجود مو B6 ویټامینونو او یا هم مګنیزیم له کمښت سره مخ دی. ځینې وخت نور لاملونه هم موجود وي د بېلګې په توګه هورموني ګډودۍ، روحي فشارونه او یا هم د ډول ډول ډېرو خوږو خوړل او داسې نور.

حل لار يې:

د سر پخې د له منځه وړلو لپاره ښه لار د تازه سبزیو، هغو غلو دانو چې ډېر پروتین او لږ غوړ لري خوړل ګټور دي. د خوړو په رژیم کې باید د غوړو او خوږو کچې هم په پام کې ونیول شي، له هغه څښاکه ډډه وکړﺉ چې په خپل جوړښت کې ډېر کافین لري.

د شلغم، نخودو، ممپلي، کبانو او الوتونکو غوښې خوړل په دې برخه کې ستاسو سره مرسته کولی شي.

۳ـ پرته له ډېر خوراکه چاغښت:

ځینې کسان ډېر خوراک کوي او په کافي اندازه خوځښت هم لري. خو کله چې خپل وزن ته ګوري نو ورځ په ورځ لوړیږي. تل ځان د کمزورۍ احساس هم کوﺉ. په داسې حالتونو کې ستاسو د وجود تیرویید سم کار نه کوي او بدن نه شي کولی چې ټوله ترلاسه شوې انرژي ولګوي نو ځکه مو د بدن وزن ډیریږي.

حل لار يې:

د خپل بدن د تایرویید آزموینه وکړﺉ، په خپلو خوړو کې د ویتامین B لرونکو موادو ته ځای ورکړﺉ، کبان وخورﺉ. دغه راز د بادامو، چارمغزو، کیلې او نورو حبوباتو خوړل هم مه هېروﺉ.

۴ـ د بدن د پوټکي وچوالی:

ځینې وخت د یو شمېر کسانو د بدن پوټکی وچ او ډېر حساس شي او په دغې ناروغۍ اخته کس مجبوره وي چې اغېزمنه شوې برخه وګروي. ښايي ددې ناروغۍ یو لامل هم سمندري خوړو ته نه لاسرسی وي، دغه راز د چارمغزو نه خوړل هم د دا شان جلدي ناروغیو لامل کېدای شي.

په سمندری خوړو او چارمغزو کې امګا ۳ غوړ اسیدونه شته چې پوټکۍ تازه ساتي. زیاتره وخت په دغې ناروغۍ اخته کسانو کې د بدن د اوبو کموالي ستونزه هم موجوده وي.

حل لار يې:

په دغې ناروغۍ اخته کسان دې هڅه وکړي چې په اونۍ کې لږ تر لږه درې ځله د سړو اوبو کبانو غوښې نوش جان کړي او که ممکنه وي نو لږ تر لږه یوه میاشت دې غنمین او شیدو جوړېدونکو محصولاتو له خوړولو ډده وکړي. او د ورځې تر اتو ګیلاسونو اوبه وڅښی.

۵ـ په ځوانۍ کې د ویښتو سپینېدل او سګرټ څکول:

ځینې وخت د ویښتو سپینېدل د سګرټ څکولو او هم د B5 او B12 ویټامینونو د کمښت له امله وي.

اندېښنه مه کوﺉ، لږ تر لږه درې میاشتې ویټامین B کمپلکس چې په خپل جوړښت کې B5 او B12 ولري وکاروﺉ. د چای او قهوې له ډېر څښلو ډده وکړﺉ ځکه ددغو ویټامینونو کچه راټیټوي. د سګرټو قوطی هم لېرې د کثافاتو منځ ته وغورځوﺉ، ځکه سګرټیان د نورو په پرتله څلور ځله د ویښتو د سپېندو له ګواښ سره مخ کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ