ولې د ماشومانو د غوږونو سوري کول ښه کار نه دی؟

لیکنه او راټولونه

د امریکې د ماشومانو د روغتيا اکاډمي وايي هغه کورنۍ چې غواړي د خپلو نويو زېږېدلو لوڼو غوږونه د دې لپاره سوري کړي چې په غوږونو کې یې غوږوالۍ واچوي باید لږ تر لږه د ماشوم تر شپږ میاشتنۍ پورې په تمه شي.

که څه هم ډېری کورنۍ له شوقه د خپلو ماشومانو غوږونه سوري کوي خو کورنۍ بايد په دې پوه شي چې د دوی له شوق نه د ماشوم روغتیا ډېره اړينه ده او نه باید د ماشوم د غوږ د سوري کولو له امله رامنځته کېدونکي زيانونه له پامه وغورځوي او په دغو زيانونو سترګې وپوښي.

ډېری خلک غواړي چې د ماشوم تر زېږېدو وروسته ژر تر ژره د خپل ماشوم غوږونه سوري کړي، خو د روغتیايي کارپوهانو له نظره دا کار سم نه دی، دا چې ولې د ماشومانو د غوږونو سوري کول زیان لري په نننۍ لیکنه کې یې تاسو ته په دې اړه پوره او د قناعت وړ معلومات درکوو، د ځواب د ترلاسه کولو لپاره لیکنه تر پایه ولولئ!

۱ – د غوږونو سوري کول ماشوم ته جدي زیانونه رسولای شي.

د غوږونو سوري کول په هر عمر کې چې وي درد لري او دا خبره دروغ نه ده. کله چې د خپل ماشوم غوږونه سوري کوئ کېدای شي غوږ یې سور او يا شين والی پیدا کړي او حساسیت وکړي.

په دې حالت کې تر څو چې د ماشوم د غوږونو زخم تازه وي نه باید څوک پرې لاس ووهي. بل دا چې ماشومان په خپل کنټرول کې نه وي او کېدای شي غوږوالۍ او يا د خپل غوږ تار وشکوي چې دا د ماشوم غوږ ته ډېر زيانونه رسولای شي.

۲ – ماشوم پر ځای بايد پرېکړه و نه شي

که تاسو په خپله خوښه د خپل ماشوم غوږونه سوري کړئ، تاسو د خپل ماشوم پر ځای پرېکړه کوئ.
که څه هم په ټوله نړۍ کې د ماشوم د غوږونو د سوري کولو پرېکړه د ماشوم مور او پلار کوي، چې د خپل ماشوم غوږونه سوري کړي او که نه؟
خو کېدای شي کله چې یې ماشوم لوی شي د خپلو غوږونو سوري خوښ نه کړي او کرکه ترې ولري.

مخکې مو يادونه وکړه چې په هر عمر کې د غوږونو سوري کول درد لري نو پرېږدئ چې ماشومان مو کله چې لوی شي خپله پرېکړه وکړي چې غواړي غوږونه یې سوري شي او که نه؟

۳ – د غوږونو سوري له منځه نه ځي

د غوږونو سوري تل پاتې دي او هېڅکله نه پټېږي که په ماشومتوب کې د خپل ماشوم غوږونه سوري کړئ او کله چې ماشوم مو لوی شي او د خپلو غوږونو سوري یې خوښ نه شي هغه نه شي کولای چې د خپلو غوږونو سوري پټ کړي او دا به د هغه لپاره د ټول ژوند عذاب وي او هغه ته ډېری رواني ستونزې پیدا کولای شي.

۴ – د عفونت لامل کېږي

که چېرې د غوږونو د مېکروبي کېدو نه هر څومره مخنیوی وکړئ او پرې نه ږدئ چې د ماشوم غوږونه مو میکروبي شي بیا هم د غوږونو د مېکروبي کېدو لامل کېږي. که چېرې د ماشوم غوږ په سمه توګه ونه وینځل شي د ماشومانو د غوږونو سوري کول مو د درد، مېکروب، ورم او ان د کلوييډ يا د اضافي غوښې لامل کېږي.

نو هڅه وکړئ چې د خپل ماشوم غوږونه د ماشوم تر شپږ میاشتنۍ وروسته سوري کړئ او يا پرېږدئ چې هغوی تر بالغېدو وروسته خپله په خپله خوښه خپل غوږونه سوري کړي.

وروستي مطالب