مارچ 4, 2021

هلمند: د تیرکال په نسبت د هوږې کښت او حاصلات زیات شوي

راپور: بشر درویش

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د دې ولایت په زیاته ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د تېرکال په پرتله یې د حاصلاتو کچه زیاته شوې وه.
د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ددې وزارت د ۱۳۹۸ یم کال د احصایې ریاست د مالوماتو له مخې تېرکال د هلمند ولایت په ۱۲۶۲ هکټاره ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې تر درې زره او ۵۳۴ ټنو پورې ورسېد، خو ددې ولایت د هوږو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله زیات دي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه او بېلابېلو ولسوالیو کې په زیاته کچه د هوږې کرکېله، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د ښې کرکېلې په پار عامه پوهاوی، په سم ډول د نباتاتو روزنه او پالنه هغه څه دي، چې د دې ولایت د هوږې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.

هلمند او هوږه یې

هلمند د هوږې له پلوه د هېواد له لویو تولیدونکو ولایتونوو څخه شمېرل کېږي، چې د کیفیت له مخې په کورنیو بازارونو کې د ښه نوم په درلودلو سره د هېواد ګڼو نور ولایتونو ته هم ترې صادریږي.

هوږه چې د بېلابېلوخوړو د ذایقې لپاره په اوومه او پخه ډول خوړل کیږي، د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي، د غاښونو درد اراموي، د عصبي ناروغیو، زکام، وزن کنټرولولو، د وینې فشار نورمالولو، د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي ، ویښتانوته ګټې او داسې نور روغتیایي ګټې لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي