هیوادوال: د ملې لوبډلې زیات عمر لرونکې لوبغاړي دي هم استعفا ورکړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

پر ټولنیزو رسنیو زیات شمېر د کرکټ مینوالو پوسټونه کړي او د افغان کرکټ ملې لوبډلې د یو شمېر زیات عمر لرونکو لوبغاړو څخه یې د استعفا ورکولو غوښتنه کړې.
دوی وایي، چې د هندي مهندرا سینګ ډوهني او سوریش رانا په څېر دي د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي استعفا ورکړي، چې عمر یې زیات دی.
د دوی په خبره، چې په ملې لوبډله کې زیات عمر لرونکي لوبغاړي باید ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړي، تر څو افغان کرکټ په مسلکي ډول وده وکړي.
له دې ډلي جعفر اند د کرکټ په برخه کي نامتو مبصر پر خپلې رسمي فسبوک‌پاڼې لیکلې، چې په افغان لوبډله کې له ۲۰۰۰م څخه تراوسه پوري لوبغاړي د ملې لوبډلې سره یو ځای دي او د استفا په اړه هیڅ پرېکړه نه کوي.

په ملې لوبډله کې اصغرافغان، محمدنبي عیسی خېل، شاپور ځدران، سمیع الله شینواری، دولت ځدران شهزاد محمدي او حمیدحسن زیات عمر لرونکي لوبغاړي دي.
هیوادوال وروسته له هغه دا خبري کوي، چې وړمه ورځ د هند دوو نامتو لوبغاړو ۳۹ کلن مهندرا سینګ ډوهني او ۳۳ کلن سوریش رانا د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.
ډوهني د هندۍ لوبډلې لپاره ۹۰ ټیسټ، ۳۵۰ یو ورځنۍ ۳۱۷ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
سوریش رانا ۱۸ ټیسټ، ۲۲۶ یو ورځنۍ، ۷۸ شل او ۱۰۹ بیا فرسټ کلاس لوبو یې ترسره کړې دي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.