مارچ 8, 2021

په نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو کې د بالرانو هېټرېکونه؛ یو پرون ترسره شو

Advertisements

په تېرو نړیوالو جامونوکې ۹ ځله توپ اچوونکو هېټرېکونه کړي دي او ۲۰۱۹ م کال کې د شمي هېټرېک لسم هېټرېک شو.
چمېندا واس

د سریلانکا چمېندا واس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د بنګله دېش خلاف د هېټرېک ریکارډ ثبت کړ.
چمېندا واس په دې هېټرېک سره په یوولسم پړاو نړیوال جام کې د هېټرېک تاریخ جوړکړ.
دا نهم ځل هېټرېک و، چې نړیوال جام کې ترسره شو، له دې وړاندې هم ۸ هېټرېکونه شوي وو.
هندوستاني چېټن شرما
هندوستاني چېټن شرما په ۱۹۸۷ م کال کې د نیوزیلېنډ خلاف هېټرېک وکړ، دا څلورم پړاو نړیوال جام و، چې هېټرېک پکې هندوستاني وکړ.

دا د نړیوالو جامونو په تاریخ کې لومړی هېټرېک و، چې ترسره شو او د هېټریکونو تاریخچه یې پرانېسته.
دا هېټرېک نوموړي د هندوستان په ناګپور ښارکې د نیوزیلېنډ خلاف په ګروپ پایلوبه سیالۍ کې وکړ.
نوموړي د نیوزیلېنډ درې لوبغاړي، هر یو کېن رترفورډ، ایان سمېت او ایوین چټفیلډ په پر له پسې ډول وسوځول.
پاکستانی سقلېن مشتاق
سقلېن مشتاق د پاکستان اف برېک بالر و، هغه په ۱۹۹۹ م کال کې، چې اووم پړاو نړیوال جام و، د زِمبابوې خلاف لوبه کې یې درې وېکټې په پرله پسې ډول واخېستې.

دا هېټرېک له ۱۹۸۷ م کال څخه وروسته ۱۲ کاله وروسته ترسره شو.
دا نړیوال جام په انګلستان کې ترسره شو او پاکستاني پکې هېټرېک وکړ.
زمبابوې د پاکستان ۲۷۲ منډې چېس کولې، په ۱۲۳ منډو یې ۷ لوبغاړي اوټ وو، چې سقلېن مشتاق یو اوور کې درې وېکټې، هېنري اولونګا، ادم هوکل او پومي بنګوا وسوځول، لومړی سټمپ ورپسې، بولډ او دریم ایل بي ډبلیو شو.
د برېټلي هېټرېک

برېټلي چې د اسټرلیا چټک بالر و په ۲۰۰۳ م کال نړیوال جام کې یې د کینیا خلاف هېټرېک وکړ،
دا هېټرېک د چمېندا واس له هېټرېک څخه ۱۱ ورځې وروسته ترسره شو، دا په اتم پړاو نړیوال جام کې دوهم هېټرېک و، چې وشو.
کینیا په درې منډو درې وېکټې له لاسه ورکړې وې، دا نړیوال جام په سهیلي افریقا کې ترسره شو او ډوربېن سیمه کې دا هېټرېک د برېټلي له خوا وشو.
کینډي اوټینو، برېجل پټېل او ډېوېډ اوبویا یې وسوځول.
لسېت ملېنګا
ملېنګا چې د سریلانکا چټک بالر او په یارکرو کې  خورا وارد بالر دی، په ۲۰۰۷ م کال کې یې د سویلي افریقا خلاف درې وېکټې سر په سر واخېستې او هېټرېک یې ثبت کړ.
دا د ملېنګا ۲۰۴ مه نړیواله یو ورځنۍ لوبه وه، چې هغه پکې د افریقا درې توپ وهونکي
شاون پولک، انډریو حال لوبډ او جېکس کېلېس وسوځول.
افریقا په ۵ وېکټو څلورو منډو ته اړتیا درلوده، چې ملېنګا په پرله پسې ډول درې وېکټې واخېستې او افریقا یې ولړزوله.
ملېنګا بیا وروسته مکایا این ټېني هم بولډ کړ؛ خو افریقا په یوه وېکټ لوبه وګټله.
کېمر روچ

ویسټ انډیزي کیمر روچ په ۲۰۱۱ م کال نړیوال جام کې د نېدرلېنډ خلاف درې وېکټې واخېستې او هېټرېک یې وکړ.
دا لومړی ویسټ انډیزی دی، چې نړیوال جام کې یې هېټرېک ثبت کړ.
ویسټ انډیز، نېدرلېنډ ته ۳۳۱ منډې هدف ورکړی و، پېټر سیلار، بېرنارډ لوټس او بېرېنډ ویسټ ډېک یې وسوځول او نېدرلېنډ یې تر ۱۱۵ منډو محدود کړ.
لسېت ملېنګا
۲۰۱۱ م کال نړیوال جام کې دوهم هېټرېک د سریلانکایي لسېت ملېنګا له خوا د کینیا پر وړاندې وشو.
دا د ملېنګا له خوا دوهم هېټرېک و، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کال کې یې هېټرېکونه وکړل.
دا هېټرېک د روچ له هېټرېک څخه یوه ورځ وروسته وشو.

ملېنګا له خوا ټان می مېشرا، پېټر اونګونډو او شېم این ګوچی وسوځول شول.
سټیوین فېن
انګلستاني سټیوین فېن د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې د اسټرالیا خلاف لوبه کې درې وېکټې په پر له پسې ډول واخېستې او دې جام کې یې هېټرېک ثبت کړ.
دا لومړی انګلستانی بالر دی، چې نړیوال یو ورځنیو لوبو جام کې یې هېټرېک ثبت کړ.
نوموړي برېډ هِډین، ګلېن مکسویل او مېچل جانسن وسوځول.

جی پي ډومني
جی پي ډومني افریقایي الراونډر دی، هغه په ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې له فېن وروسته د یاد نړیوال جام دوهم هېټرېک و.
دا هېټرېک د ډومني له خوا په کواټرفاینل سیالۍ کې وشو، نوموړي د سریلانکا درې وېکټې واخېستې.
هغه انجلیو متیوز، نووان کولاسېکارا او ترېندو کوشال یې وسوځول.
محمدشمي او د ۲۰۱۹ م کال هېټرېک
د هندوستان چټک مسلمان بالر احمد شمي د نړیوال جام په ۲۸ مه لوبه کې د لوبې په پنځوسم اوور کې درې وېکټې په پرله پسې ډول واخېستې.
افغان لوبډلې په وروستي اوورکې ۱۶ منډو ته اړتیا درلوده، محمدنبي لومړی توپ د لانګ آن په سره څلوریزه کړ، دوهم توپ باندې همدغه لانګ کې کېچ شو، ورپسې توپ باندې افتاب عالم بولډ شو او  په څلورم توپ مجیب الرحمن بولډ اوټ شو.

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
دا د روان جام لومړی هېټرېک و، چې هندي بالر ثبت کړ.