خبريال: مدثر دعوت
د سعودي عربستان په جدې ښار کي د ښځينوو ترمنځ د کريکټ لوبه ترسره سوه او ريکارډ يې جوړ کړ.
دا لومړی ځل دی چي په سعودي عربستان کي د انجونو له لوري کريکټ لوبه ترسره کيږي.
دا لوبه چي ۱۰ اوورونو کي وه د ۸ بيلابيلو هيوادونو، هندوستان،پاکستان، سويلي افريقا،پلپين، اندونیزيا،سويډين،سعودي عربستان او اجپټ ښځينوو پکښې برخه اخيستې وه.
دا سيالۍ د ابر په نوم روغتيايي ګروپ له لوري ددوی د شل کلني کليزي په وياړ تر سره سوې او دا په سعودي عربستان کي يو نوی حرکت وو.
ميرمن جای او هلواني چي د ټيمونو برخه وې وايي” موږ په دې ټورنمينټ کي د کريکټ نړيوال اصول مراعت کړل ځکه موږ په تلویزیونونو کي ډيري لوبي ليدلي همدارنکه د تيرو دوو مياشتو راهيسي موږ دلته تمرين کوی.
انولګل محمد چي د ابر روغتيايی ګروپ مشر دی د سعودي عربستان ټولو ښځينوو ته يې مبارکي ويلې او ويلي يې دي چي د باچا سليمان بن عبدالعزيز او شهزاد محمد بن سليمان په دور کې هغه څه ترسره سوي چي مخکي يې امکان نه درلودی او دی هيله لري چي سعودي عربستان به په سپورټ کي ځانګړی پرمختګ وکړي.
د جدې کريکټ ټولني مشر اعجاز خان هم ددې لوبي کتلو ته راغلی وو،ده وويل په تيرو دوو لسيزو کي موږ د کريکټ لپاره ډير کار کړی خو دا يو نوښت وو چي د ابر ګروپ له لوري ترسره سو.
اعجاز وايي دايې پيل وو، موږ په دې هڅه کي يوو چي په سعودي عربستان کي ښځينه کريکټ پراخ کړو.
اميتابچن د فوټبالر په څيره کې راڅرګندېږي
د باليووډ سېنما شهينشاه اميتابچن د فوټبال لوبډلې د روزونکي په حيث يوځل بيا سېنما ته مخه کوي. “ژوند” د هغه فلم نوم دی چې په هند کې د کوڅو د فوټبال بنسټ ايښودونکي “ويجی ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي