یو کس خپله مېرمن د هرتیک روشن د مینوالتوب له امله وژلې

یوه مریکایي خپله مېرمن د دې له امله په چاقوګانو وهلې او وژلې یې ده چې هندي سینما د ستوري هرتیک روشن مینواله وه.
هندي رسنۍ وایي چې په امریکا کې اوسېدونکي ۳۳کلن دنیشور بدهي دت خپله ۲۷ کلنه مېرمن دوجوئی یوازې په دې خبره په چاقوګانو وهلې چې د بالیوډ د فلمي لوبغاړي هرتیک روشن لیونۍ مینواله وه.
د معلوماتو له مخې، دنیشور به چې کله د فلمي لوبغاړي سره د خپلې مېرمنې مینه لېدله نو حسد یې پيدا کېده او همدا لامل شوه چې بلاخره یې خپله مېرمن په چاقوګانو ووژله.
د دوجوئ او دنیشور یو شریک ملګري ویلي چې دوجوئ د هرتیک روشن سخته مینواله وه او د دنیشور دا خبره هیڅ نه خوښېده.
د وژل شوې مېرمنې یوې ملګرې ویلي چې دوی ته یې ویلې چې کله ټلویزیون ګوري او یا هم کله کومه سندره اوري چې د فلم لوبغاړی یې هرتیک روشن وي نو خاوند یې پرې ټلویزیون بندوي او په خبره یې چې هرتیک سره یې له دغه کاره حسد ښکاره کیږي.
د رپوټ له مخې ډوني دوجوئ د خپل خاوند سره د اپارټمنټ یا کور هم بېل کړی و خو خاوند یې په دې پلمه تمه کړې وه چې دواړه سره یوځای فلم ګوري او بیا یې وروسته وژلې ده.
د رسنیو د رپوټ له مخې، د خپلې مېرمنې تر قتل کولو وروسته دنیشور په ښکاره ډول خپلې خینې (د مېرمنې خور) ته پيغام پريښې؛ په کې یې ویلي دي چې خپله مېرمن یې وژلې، خو تر پيغام وروسته یې ځان د یوې ونې پورې زندۍ کړی.
 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ