مارچ 8, 2021

امیتابچن سره د لیدلو په موخه یوه هراتي خپل کور پرېښی + ویډيو

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هرات ولایت یو سړی، چې د هندي نامتو هنرمند امیتابچن یو لوی مینه‌وال دی، له څلورو ورځو راهیسې له هغه سره د لیدلو په موخه له کوره وتلی او د هرات په کوڅو کې ژوند کوي.
د عبدالستار په نامه یو سړی، چې د شپږو ماشومانو پلار دی او ټکسي چلونکی دی، له «۸ صبح» سره په خبرو کې وویل، خپله کورنۍ یې قانع کړې، چې د امیتابچ د لیدلو لپاره څو ورځې خپل کور پرېږدي.
عبدالستار وايي، له امیتابچن سره د لیدلو لپاره یوه اونۍ هند ته تللی، خو کور ته تر نژدې کېدلو وروسته هم نه دی توانېدلی، چې له هغه سره له نژدې وګوري.

 
د هغه په خبره، له کوچنیوالي د امیتابچن سره مینه او د هغه د لیدلو هیله لري.
عبدالستار د امیتابچن او کورنۍ په کورونا اخته کېدلو ډېر خواشینی کړی، خو په وینا یې چې کورونا ویروس د هغه سره د لیدلو لپاره د ده مخه نسي نیولای.
هغه چې پر خپلې ټکسي یې د افغانستان او هند بیرغونو ترڅنګ د امیتابچن انځورنه لګولي د افغان حکومت او هند سفارت څخه غواړي، چې د امیتابچن سره د لیدلو زمینه ورته برابره کړي.
امیتابچن یو له هغه هندي فلمي اداکارانو څخه دی، چې د نورو هېوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کې هم زیات شمېر مینه‌وال لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ