هند د انګلستان پر وړاندې پنځه ټېسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه

 

د هندوستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د جسپرېت بومرا او روېندرا جدیجا په ګډون شل کسیزه لوبډله د انګلستان پر وړاندې پنځه ټېسټ لوبو ته اعلان کړې ده.

د اګسټ په څلورمه انګلستان د هند کوربتوب ته اوږه ورکوي او د سپټمبر تر لسمې به د هند مېلمستیا ومني.

خو د هند کرکټ بورډ بیا پیاوړي الراونډر هارډېک پانډیا، د هند بې جوړې توپ اچوونکي بونېشور کومار او کولډیپ یداف ته په لوبډله کې ځای نه دی ورکړی.

د شل کسانو سربېره څلور لوبغاړي ابي مانیو ایسواران، پراسېد کرېشنا، اوېش خان او ارزن ناګ واسوالا په ریزرف یا چمتو لوبغاړو کې اخیستي دي.

دا لومړی ځل دی چې اوېش خان د هندوستان ملي لوبډلې ته ورداخلېږي.

 

اوېش خان څوک دی؟

اوېش خان په ۱۹۹۶م کې د هندوستان په مادیا پرادېش ایالت کې زېږیدلی دی او اوس ۲۴ کاله عمر لري.

تر اوسه یې د هند لپاره هېڅ نړیواله لوبه نه ده کړې او لومړی ځل په ۲۰۱۷ کې آی‌پي‌اېل کې اخیستل شوی و او ۲۰۲۱م کې د ډیلي لوبډلې یو له پیاوړو بالرانو څخه و.

لومړیو کې له بنګلور لوبډلې سره او له ۲۰۱۸م کال راهیسې ډیلي لوبډلې سره لوبېږي.

د اوېش خان پلار عاشق خان نومېږي، چې یو مالي منېجر دی او ورور یې اسد خان نومېږي، چې د انلاین یا پرلیکه مارکېټېنګ انجینر دی.

 

د انګلستان پر وړاندې د هند لوبډله

ویرات کولي لوبډلمشر، روهېټ شرما، شوبمن ګېل، میانک اګروال، چېټېشور پوجارا، اجینکیا رهانی، هنوما وېهاري، رېشاب پنټ، راوي چندرن اشوېن، روېندرا جدیجا، اکسرپټېل، واشېنګټن سونډر، جسپرېت بومرا، اېشنټ شرما، محمد شمي، محمد سِراج، شاردول تاکور، اومېش یداف، کی اېل راهول او ریډیمن ساحا.

د ۲۰۲۱ کال په سرکې د انګلستان لوبډلې هند ته سفر راکړی و، چې د ټېسټ او شل اوریزو لوبو لړۍ ترې هند وګټلې.

نو اوس د هند لوبډله، انګلستان ته ور روانه ده او ښایي انګلستان په کور دننه د هند لوبډله له ستونزو سره مخ کړي.

 

وروستي مطالب