اپریل 23, 2021

د درېیو لوبغاړو تېروتنو انګلستان په څلورمه لوبه کې د هند پر وړاندې مات کړ

 

د هند او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ څلورمه لوبه جمعې په شپه نرېندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې د هندوستان لپاره ون ډاون او د ممبيي انډیئنز ټاپ ارډر توپوهونکي سوریا کومار یداف خورا سټایلېش توپوهنه وکړه او په ۳۱ توپونو یې ۵۷ منډې وکړې.

نوموړی په آی پي اېل کې هم خورا ښه وځلېد او دې ځلېدلو هغه تر ملي لوبډلې ورساوه، څلورمه لوبه کې هغه د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

 

انګلستان ولې ۱۸۶ منډې هدف پوره نه کړ؟

د انګلستان لپاره په دې لوبه کې جېسن رای ښه پیل وکړ او په ۲۷ توپونو یې ۴۰ منډې وکړې.

خو جاس بټلر او ډېوېډ ملن ژر وسوځېدل او دې چارې د انګلستان د توپوهنې برخه لږ څه اغېزمنه کړه.

خو په منځنۍ برخه کې جاني بېرسټو او بېن سټوکس په ۲۷ توپونو ۵۱ منډې ملګرتیا وکړه، دا مهال په ۵۰ توپونو ۸۶ منډې پاتې وې، چې د بېرسټو او بېن سټوکس ملګرتیا غځولو هندوستاني لوبغاړي پرېښانه کړل.

هندوستان خپله ماته لیدله؛ خو د شاردول تاکور اوور لوبه بدله کړه او د هندوستان د لوبې د بریا سلنه یې اتیا ته پورته کړه.

راهول چهر لومړی جاني بېرسټو په ۲۷ منډو رخصت کړ.

شاردول تاکور په اوولسمه اوور کې لوبه بدله کړه، هغه وکولای شول، چې بېن سټوکس په اف کټر توپ په ۴۶ منډو اوټ شو او ورپسې جوخت ایوېن مورګن هم وسوځېد.

شاردول تاکور هېټرېک ته نږدې شو؛ خو سام کورن په بل توپ سېنګل وکړ او هېټرېک یې مِس کړ.

دلته د انګلستان درې لوبغاړو تېروتنې وکړې، وروستۍ بېټېنګ جوړه بېن سټوکس او اېوېن مورګن وه او دا مهال لا مورګن په پاویلین کې و، چې بېرسټو او سټوکس لوبه خورا ښه روانه کړې وه؛ خو د دوی غلطو شاټونو دوی وسوځول او وېکټې یې ولوېدې.

نو دا مهال د انګلستان بریا شکمنه شوه.

کله چې مورګن وسوځېد بیا نو د توپوهنې برخه جورډن، سام کورن او جوفرا ارچرته پاتې شوه.

خو بالر نشي کولای چې د توپوهنې ذمه واري سل سلنه واخلي.

په وروستي اوور کې جوفرا ارچر وکولای شول، چې د شپږیزې په وهلو سره لوبه را اساسه کړي، لوبه داسې وخت ته ورسېده، چې په درې توپونو لس منډې پاتې وې؛ خو په وروستیو توپونو دوه منډې راغلې او هندوستان په اته منډو لوبه وګټله.

که دلته بیرسټو او بین سټوکس یو اوور په حوصله لوبولای وای، نو کولای یې شوای، چې هدف یې پوره کړی وای او لوبلړۍ یې هم په خپل نوم کړې وه.

دواړه لوبډلې د شنبې په ماښام شپږ بجې وروستۍ لوبه کوي، دوه شل اوریزې لوبې انګلستان او دوه هندوستان ګټلي؛ نو د شنبې ورځې لوبه برخلیک ټاکونکې ده.

 

وروستي مطالب