حنا‌ء خان فلمي نړۍ ته راروانه ده

د بیګ باس (Big Boss) د ټلویزیوني پروګرام د ۱۱م پړاؤ ستورې حناء خان فلمي نړۍ ته قدم ږدي.
حناء خان د بیګ باس شو د یوولسم پړاؤ غړې وه او په دغه پروګرام کې د تر وروستۍ مرحلې یا فاینل پورې رسېدلې وه.
بیګ باس (Big Boss) د هندۍ سېنما د مشهور ستوري سلمان خان چې په دبنګ خان هم مشهور دی، ټلویزیوني پروګرام دی، چې په ډېر شمېر لیدونکي لري او تر اوسه یوولس پړاوه پای ته رسېدلی دی.

حناء خان هم د همدغه پروګرام یوه ګډونواله وه چې د ډېر شمېر کسانو له جملې د بیګ باس د پروګرام د یوولسم پړاؤ تر فاینله رسېدلې وه.
اوس هندي رسنۍ وایي چې د فلم نړۍ ته یې قدم ایښی او ډېر ژر به د یوه فلم په شوټینګ یا ډکولو کار پيل کړي.
د رسنیو د رپوټ له مخې، حناء خان د بیګ باس ټلویزیوني پروګرام څخه شهرت موندلی او دا ځل یې له وړوکې سکرین له اداکارۍ څخه پر لوي سکرین د کارکولو لپاره زړه ښه کړی.

دغې فلم لوبغاړې ته نژدې سرچیني وایي، چې ډېر ژر به د یوه فلم په شوټینګ کار پيل کړي او په دغه فلم کې به نوموړې ادکاره د یوې خپلواکې انجلۍ رول ولوبوي.
تر اوسه د فلم ډېر معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم په دغه رپوټ کې د فلم د نوم په تړاؤ څه ویل شوي دي.
حناء خان بالیوډ ته په خپل راتګ خوښي ښودلې او خپلې بریا ته خوشبینه ده.

نوموړې تائید کړې چې ډېر ژر به د بالیوډ په فلمونه کې راښکاره شي او زیاته کړې یې ده چې د لومړي فلم کېسه یې د یوې مېرمنې پر فعالیت څرخي.
هغې زیاته کړې؛ ډیره خوښه ده چې د دې دا فلم د یوه ځانګړي وخت او تاریخ سره تړاؤ لری، وایي د خپل نوي فلم لپاره ډېره زیاته تلوسه کې ده.
د یادولو ده چې حناء خان به د حسین خان په لارښوونه جوړیدونکي فلم کې د یوه مېرمنې رول ولوبوي، د دغه فلم کیسه ۹۰مې لسیزې کې په کشمېر کې د یوې پېښې څخه اخېستل شوې.
په همدغه فلم کې به فلمي اداکاره فریده جلال د یوې مشرې مور(نیا) رول ولوبوي.

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ