حجاب؛ فردي او ټولنيزې ګټې یې

راټولونه: نسيمه محمدي

هر کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه د نړۍ په ١٤٠ هېوادونو د حجاب د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
حجاب په عربي ژبه کې د “پوښښ” معنا لري؛ مسلمانې ښځې د سر ويښان او غاړه پټه کړي. د دې ترڅنګ مسلمانې ښځې د تنګو کاليو له اغوستلو چې د بدن غړي په کې څرګند وي، ډډه وکړي.
وړاندې په ليکنه د حجاب فردي او ټولنيزې ګټې ګټې يادوو.

١ – حجاب د نامحرمو له ازار او ځورونو مخنيوى کوي؛

نارينه خوښوي د ښځو ځانګړو غړو ته نظر واچوي او دا کړنه د ښځو د ځورېدلو سبب هم ګرځي. نو د حجاب سره مېرمنې له هر ډول ازار په امن کې وي.

٢ – په ښځو کې د پاکۍ او عفت لامل کېږي؛

حجاب، پاکي او عفت په خپله او نورو مېرمنو ته يادونه کوي. حجاب د شيطاني وسوسو څخه مخنيوى کوي او دا پخپله د ساتل کېدلو او عفت سبب ګرځي.

٣ – نور يوازې د ښځو په شخصيت تمرکز کوي؛

د حجاب سره د ښځو جسم او ښکلا پټه ساتل کېږي او همدا د دې سبب کېږي چې نور يوازې د دوى د شخصيت په اړه فکر وکړي. نو حجاب لرونکې مېرمنې د جسمي ځانګړتياوو نه، بلکه د خپلو دروني ښکلاوو وياړ کوي.

٥ – سيالي او شريکي کموي؛

ښځې تل د ګرانبيه کاليو په اخيستلو او اغوښتلو سره سيالي کوي. ټولې مېرمنې يو بل ته ورته کېږي او نشو کولاى د کاليو پر اساس يې په حق کې فيصله وکړو.

٦ – حجاب د ښځو عزت نفس زياتوي؛

حجاب د پاکۍ او عفت سبب او همدا پخپله عزت په نفس زياتوي. د حجاب رعايت د ښځو عزت نفس زياتوي او د ښځو ښه شخصيت کولاى شي عزت نفس يې دوه برابر زيات کړي.

٧ – د مېرمنو د روغتيا سبب ګرځي؛

حجاب د دروني پاکۍ سربېره د بدن د روغتيا لامل هم کېږي. څرنګه چې بدن پټ وي، نو له هر ډول ککړتيا څخه ساتنه کېږي. د يوې څېړنې پر بنسټ، محجبه لرونکي مېرمنې د نورو په پرتله له ٤٠ -٦٠% کمه تودوخه له سر څخه له لاسه ورکوي. نو د کال په سړو او يخو مياشتو کې د حجاب رعايتول د بدن د روغتيا سره کومک کوي.

٨ – حجاب د هوساينې او احساس زياتوي؛

لکه څرنګه چې حجاب د ازار او ځورونو مخه نيسي، د ښځو اروا هم اسوده او ارامه وي. دا حس د اسلامي قوانينو څخه د پېروۍ او له ګناه څخه د لرېوالي، د پاکۍ او عفت د احساس په خاطر وي.

٩ – د ګناه مخنيوى کوي؛

حجاب د سر او بدن د پټولو ملزم دى. دا الهي دستور دى، هغوى چې حجاب نه مراعتوي نو د با حجابه مېرمنو په پرتله زياتې د ګناه سره مخ کېږي. هرڅو چې ګناه لږه وي، جنت ته وړاندې/ ژر ځي.

له کوم وخت راهيسې دا ورځ نمانځل کېږي؟

د سپټمبر د يوولسمې له پېښې وروسته په امريکا کې يوې مېرمنې، نظمه خان د لومړي ځل لپاره له مسلمانو او حجاب نه کاروونکو مېرمنو وغوښتل چې په ټوله نړۍ کې د هغو مسلمانو ښځو څخه چې حجاب يې ټاکلى، ملاتړ وکړي او ديني درک پياوړى کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ