د شل اوریزو لوبو په لړ کې زیاتو لوبډلو داسې چاره ترسره کړې، چې لوړ ټارګېټونه یې وړاندې کړي دي.
د دغو لوبډلو په لړ کې یو ستر ټارګېټ د افغان لوبډلې هم دی، چې ایریلېنډ ته یې ۲۷۸ منډې هدف ورکړی و او دا هدف یو له سترو نړیوالو هدفونو څخه دی.
د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ لوبه د ۲۰۱۹ م کال د فبروري په ۲۳ مه نېټه شوې وه، چې افغانستان په ۸۱ منډو ګټلې وه.
خو د نړۍ نورو لوبډلو هم لوړ هدفونه ایښي؛ چې مقابلو لوبډلو ورڅخه پوره کړي دي او خپلې سیالې لوبډلې یې په ډېر شاندار انداز ماتې کړي دي.
په ۲۰۱۵ م کال کې ویسټ انډیز د سویلي افریقا خلاف ۲۳۲ منډې هدف په بریالیتوب پوره کړی و او سویلي افریقا ته یې د افریقا په سېنټورین سیمه کې ماته ورکړې وه.
۲۰۱۶ م کال کې انګلستان د هندوستان خلاف لوبه کې چې ممبيي ښار کې ترسره شوه، ۲۳۰ منډې هدف پوره کړ او هند ته یې ماته ورکړه.
۲۰۵ منډې هدف په ۲۰۱۵ م کال کې اسټرالیا له سویلي افریقا پوره کړ.
د ۲۰۲۰ م کال د فبروري میاشت کې انګلستان د سویلي افریقا ۲۲۳ منډې هدف د پنځه وېکټو په لوېدو سره پوره کړ او افریقا ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
اسټرالیا په ۲۰۱۴ م کال کې د نیوزیلېنډ په اکلېنډ کې د نیوزیلېنډ خلاف لوبه کې ۲۴۴ منډې هدف چېس کړ او نیوزیلېنډ ته یې ماته ورکړې وه.
په شل اوریزو رسمي لوبو کې د افریقا پر وړاندې چټکې نیمه سلیزې
۲۰۱۵ م کال کې کرېس ګېل د سویلي افریقا خلاف لوبه کې په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه، ۲۰۰۹ م کال کې ډېوېډ وارنر په ۱۹ توپونو د افریقا خلاف نیمه سلیزه وهلې وه.
۲۰۱۵ م کال کې کرېس ګېل په جوهونزبورګ کې په ۲۰ توپونو د سویلي افریقا خلاف نیمه سلیزه وهلې وه او ۲۰۲۰ م کال کې ایئن مورګن د سویلي افریقا خلاف لوبه کې په ۲۱ توپونو نیمه سلیزه ووهله او د ۷ شپږیزو په وهلو سره په ۵۷ منډو ناټ اوټ ووت.
د انګلستان لپاره شل اوریزو لوبو کې د چټکو نیمه سلیزو وهونکي لوبغاړي
ایئن مورګن لومړی لوبغاړی شو، چې د انګلستان لپاره په ۲۱ توپونو نیمه سلیزه پوره کوي.
نوموړي په ۲۰۱۹ م کال کې د نیوزیلېنډ خلاف ناپیئر سیمه کې هم په ۲۱ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه.
جاس بټلر په ۲۰۱۸ م کال کې د انګلستان په برمېنګهم سیمه کې د اسټرالیا خلاف په ۲۲ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه.
او جېسن رای د سویلي افریقا خلاف یوه لوبه کې په ۲۰۲۰ م کال کې په ۲۲ توپونو نیمه سلیزه ووهله.
دغه لوبغاړي د انګلستانۍ لوبډلې د توپ وهنې په تاریخ کې د انګلستان لپاره چټکې نیمه سلیزې وهلي دي.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي