په نړۍ کې د ټيسټ د لوړو هدفونو ماتولو ريکارډونه

د کرکټ پیچ

خبريال: مدثر دعوت

ټیسټ د حوصلې لوبه ده،اوږده لوبه ده او د تجربې تر لاسه کولو لوبه ده.

کله چي لوبغاړي ښه توپوهنه کوي هدف لوړېږي او کله چې توپ اچوونکي غوره توپ اچوونه کوي منډې کنټرولېږي ، په عموم کې ټيسټ ازموينه ده چې هم زده کړه پکښې کېږي او هم استعداد ښکاره کېږي.

راځئ په دې پوه سو چې په نړيواله کچه په ټيسټ کې لوړ هدفونه کومو لوبډلو چېس کړيدي.

۱_ ويسټ انډيز د اسټراليا په وړاندي

په ۲۰۰۳ز کې ويسټ انډېزۍ لوبډلې د اسټراليا د ۴۱۸ منډو هدف مات کړ چې دا د ټيسټ کريکټ په تاريخ کې لومړی مقام لري.

۲_ سويلي افريقا د اسټراليا په وړاندي

اسټراليا کريکټ لوبډلې په ۲۰۰۸ز کې د سويلي افريقا کوربتوب کوی چې د ۴۱۴ منډو هدف يې وټاکی خو سويلي افريقا چېس کړ ، دا د ټيسټ د تاریخ دويم غوره چېس دی.

۳_ هندوستان د ويسټ انډېز په وړاندي

په ۱۹۷۶ز کې ويسټ انډېز کريکټ لوبډلې هندۍ لوبډلې ته د ۴۰۶ منډو هدف ورکړ خو همدا هدف هندوستان وکولای سوه چې پوره يې کړي.

۴_ اسټراليا د انګلستان په وړاندي

په ۱۹۴۸ز کې انګلستان د ۴۰۴ منډو هدف اسټراليا ته وټاکی،اسټراليا وکولای سوه چي د انګلستان ياد هدف مات کړي.

۵_ ويسټ انډېر د بنګلدېش په وړاندي

دا نن ويسټ انډېزۍ لوبډلې د بنګلدېش لوبډلې لوړ هدف مات کړ.

مایر ۲۱۰ منډي وکړې او لوبډلي ته يې د ۳۹۵ منډو هدف پوره کړ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ