حضرت الله ځاځي په څلوریزه سوپر اوور وګاټه او اصغر افغان ته یې ماتې ورکړه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
یاران سپورټ

د کرکټ بورډ د کنټرول تر چتر لاندې شل اوریزو تمریناتي سیالیو په ترڅ کې نن افغان ځوانانو د سوپر اوور په پنځم توپ د حضرت الله ځاځي د څلوریزې په پایله کې د اتلانو له لوبډلې څخه په پرله‌پسې توګه درېیمه بريا هم خپله کړه.
د روانو شل اوریزه تمریناتي سیالیو په ترڅ کې نن افغان ځوانانو د سوپر اور په پنځم توپ د حضرت الله ځاځي د څلوریزې په پایله کې د اتلانو له لوبډلې څخه په پرله‌پسې توګه درېیمه بريا هم خپله کړه.
افغان ځوانانو چې لوبډلمشري یې نجیب الله ځدراڼ پر غاړه لري، په پیل کې د لوبې د پچې په ګټلو سره د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو، سیالې لوبډلې ته د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه چې له ډلې یې کریم جنت تر ټولو ډېرې ۸۳ منډې، حضرت الله ځاځي ۴۳ او سمیع الله شینواري ۳۴ منډې جوړې کړې.
د افغان اتلانو لوبډلې له منځه چې لوبډلمشري یې اصغر افغان پر غاړه لري، سید شېرزاد درې، افتاب عالم او حمزه هوتک بیا یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
همدارنګه د اتلانو په استازیتوب د توپوهنې په پاڼۍ کې اصغر افغان ۶۲ ډېرې منډې او نجیب الله تره کي ۳۳ منډې ترلاسه کړې، خو د شپږو ویکټو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستي توپ افغان اتلانو ۱۹۱ منډې پوره کړې، خو لوبه سوپر اور ته واوښته، ځکه اتلانو باید ۱۹۲ منډې هدف پوره کړی وی.
ورپسې افغان اتلانو د سوپر اور د لومړۍ توپوهنې په کولو سره د اصغر افغان او نجیب الله تره کي په ملګرتیا سیالې لوبډلې ته د ۸ منډو هدف کېښود، چې د ځوانانو لوبډلې له منځه نجیب الله ځدراڼ او حضرت الله ځاځی ډګر ته راښکته شول او د سوپر اور په پنځم توپ ځاځي څلوریزه ووهله چې په دې سره یې نننۍ لوبه هم د ځوانانو په نوم کړه چې پر همدې بنسټ ځوانانو په پرله پسې ډول دریمه بریا هم خپل کړه.
باید وویل شي چې په توپ اچونه کې د ځوانانو له لوري شاه پور ځدراڼ ۲، شرف الدین اشرف، قیس احمد، نوین الحق او کریم جنت یوه یوه ویکټ واخیسته او له افغان اتلانو یې بریا خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبغاړو له تېرو درې نیمو اونیو راهیسې روزنیز کمپ پیل کړې چې یادې ټولې سیالۍ هم د روزنیز کمپ برخه دي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.