ټولنیز ژوند ژوند بڼه سرسکالو سیاست نړۍ

د حزب الله د وسلو په ډیپو کې بمي چاودنې څو ودانۍ ویجاړې کړې

لیکنه: مهر تاج
راپور: مهر تاج

په لبنان کې د حزب الله د وسلو په ډیپو کې یوې زورورې چاودنې څو ودانۍ ویجاړې کړې.

د عربي رسنیو په حواله، پېښه د لبنان د جنوب د طاهره په سیمه‌ییز کلي «عین قانع» کې رامنځته شوې، چیرې چې د لبنان ملیشې حزب الله د وسلو ډیپو کې چاودنې ټوله سیمه ولړزوله او په دوو لیرې پرتو سیمو کې د لوګیو پورته شوې لوخړې ولیدل شوې.

د سیمه‌ییزو رسنیو راپور له مخې، چاودنه د حزب الله د وسلو په ډیپو کې شوې، چې له امله یې ګڼې ودانۍ له منځه تللي، په داسې حال کې چې لسګونه نورې ودانۍ ماتې یا تلفات لري او ګڼ شمېر موټري د خاورو لاندې شوې.

د راپور له مخې په چاودنه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي، خو د وروستي شمېر یا د ټپيانو حالت په اړه کره معلومات او جزئیات نه دي ترلاسه شوي.

د حزب الله چارواکو الجزیرې نیوز ته ویلي، چې پېښه د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوې،چې د مرګ ژوبلې تلفات یې نه درلودل.

له بل لوري، عیني شاهدان وايي، چې د چاودنې په وخت کې د اسراییلو جاسوسې الوتکې الوتنې یې په سیمه کې لیدلي، چې د سه شنبه له سهار راهیسې په پرله‌پسې ډول الوتنه کوي.

IMG-20200923-WA0002.jpg

دې چاودنې د لبنان د خلکو د اندېښنې لا ډېرې کړې، ځکه چې تېره میاشت د بیروت په بندر کې په ګودام کې یوې زورورې چاودنې لږترلږه ۲۰۰ کسان وژلي او ۶،۵۰۰ سپږم نیم زره نور یې ټپیان کړي وؤ.

چاودنې په بشپړه توګه په سلګونه ودانۍ ویجاړې کړي،چې شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ خلک یې بې ځایه کړل.

د چارواکو په وینا، چاودنه د امونیم نایټریټ په ګودام کې شوې، خو د چاودنې لامل او د پیښې عاملین لا نه دي پېژندل شوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ