مارچ 5, 2021

هواوې د لاسي صنایعو د نړیوال بازار لویه برخه اخیستې

Advertisements
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ 

هواوې یو څو ملیته شرکت دی چې اصلي سوداګري یې شبکه، مخابراتي تجهیزات او د خدماتو ارایه کول دي.
که څه هم ایراني وګړي هواوې د چینایي ګرځنده ټیلفون تولیدکوونکي په توګه پېژني او د هواوې ګرځنده ټیلفون د هواوې راټولولو د فعالیت تر نورو برخو د ایرانیانو لپاره ډېر رنګین دی.
د اقتصادپوه په وینا، هواوې اوس په نړۍ کې د مخابراتي خدماتو تر ټولو لوی چمتو کوونکی دی.
هواوې په ۱۹۸۷کې د رین ژنګفي لخوا تاسیس شوی او د مخابراتو تجهیزاتو جوړونکي په توګه یې خپل کارونه پیل کړي. د هواوې ګروپ نن ورځ ۱۴۰ زره نفره کار کوونکې لري. په زړه‌پورې احصایه ښیي چې د دې نیمایي خلکو شاوخوا د شرکت مختلف تحقیق او پراختیا څانګو کې بوخت دي.
د هواوې د پرمختیا او څېړنې برخه په چین، متحده ایالاتو، المان، سویډن، هندوستان، روسیه او ترکیه هېوادونو کې فعال دي. په چینایي کې د هواوې کلمه مانا د (چینایي لاسته‌راوړنې) په توګه د بدلون وړ ده.
خپله د هواوې کمپنۍ ترجیح ورکوي چې د هواوې برنډ د وا وې د تلفظ سره وویل شي.
د هواوې محصول دوه مشهور لینونه شته، د سري اسند او سری هانر. اسند اوج ته د رسېدو مانا لري او هانر د ویاړ مانا لري. د سری اسند نومول نامعمولي نه دی او دا ادعا کېدای شي چې هواوې د ټبلیتونو او ګرځنډه ټیلفونونو نړۍ کې د اوج لړۍ ته معرفي شوې او خپل اوج ته رسېدلې.
هواوې د تولید پروسې خوندي کولو او محصولاتو ډېروالي ته خورا متمرکز دی. په نړیوال بازار کې د ټیلفون لګښت ته په پام سره، ویل کېږي چې هواوې په بشپر ډول دې موخه ته رسېدلې. د تولید او د تولید لګښتونو کمولو پالیسي سره، د هواوې قیمت تل د سامسنګ، سوني او نورو ګرځنډه ټیلفون جوړونکو په پرتله ټیټ دی.
د هواوې ټبلیټونو د مناسب نرخ سربېره، ډېري کلونو تجربو ښودلې چې د فعالیت او کیفیت له لحاظه، هواوې محصولات د ډېرو ورتو برنډونو سره سیالي کوي. که څه هم هواوې د منلو وړ ټیلفون په توګه پېژندل شوی.
په ۲۰۰۶ کې، د هواوې ټول نړیوال پلور شاوخوا ۱۱ میلیاردو ډالرو ته ورسېد. دا شمېره په ۲۰۰۹ کې ۲۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېده. په ۲۰۱۴ کې د هواوې ګټه ۵ میلیارده امریکایي ډالره وه. هواوې اوس مهال د ودافون، تی موبایل او موتورولا په څېړ شرکتونو سره نیږدې د همکارۍ قراردادونه لري.
ډېرې د هواوې محصولات نن ورځ د اندراید عملیاتي سیسټم کاروي. هواوې د لاسي صنایعو د نړیوال بازار لویه برخه اخیستې، او د Huawei X1 مشهور ټبلیټ په معرفي کولو سره، هواوې توانېدلی و چې په ټابلیټ بازار کې ښه بریا ترلاسه کړي.
د ګرځنډه ټیلفونونو او ټبلیټونو سربېره، هواوې د ګرځنډه موډیمونو او د اغوستلو وړ محصولاتو په برخه کې هم فعال دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي