ادبیات کلتور او هنر

حسامیزي څه ته وايي؟ دلته تعریف او په څو شعرونو کې په نښه شوی !

لیکنه: ملیحه ناصري

نوم یې له ورایه راته وایي چې له حس څخه اخیستل شوې کلیمه ده. جوړښت یې پاړسي (حس + آمیزي)  دی. مانا د حسونو ګډونه، خو د ماناپوهنې له نظره یې که د کارونې مواردو ته ځیر شو، موخه یې د حسونو یو د بل پر ځای کارونه ده، نه ګډونه. کلیمې هم سیمانټیکي ماناوې لري هم پریګماټیکي رانغاړي. سیمانټیکي مانا یې محدوده وي، خو پریګماټیکي یې ډېرې هم کېدای شي. دلته د حسامیزي مانا هم پریګماټیکي ګڼلی شو او همدا ورسره ښایي هم. په پخوانۍ شاعرۍ کې کارول شوی صنعت دی، خو پخوانو یوازې نه پېژنده. اوس له پېژندو سربېره ښه کارول کېږي هم او خپل شعرونه پرې رنګینوي.

موږ پنځه حواسه لرو چې د همدوی په مټ له خپل چاپېریال او پدیدو سره نښتي یو. حسونه د انسان ښه ادراک وسیلې دي.

د شاعرۍ په نړۍ کې ځینې داسې نوي او له نوښته ډک جوړښتونه (ترکیبونه)  شته چې حسونه له خپلو دندو پرته یو له بل سره مرسته کوي او یو د بل پر ځای کارول کېږي.

حسامیزي د یوه حس پر ځای د بل حس کارونې ته وایي. له پاراډوکس او تضاد سره یې غټه پوله پرته ده چې دوی سره بېلوي. د حسامیزۍ ښه بېلګه د  کاروان صاحب لاندې بیت دی:

خدای خبر دا سترګې مو په ښکلیو خوږې ولې شي

ښایي له ازله به د ښکلیو پېژندونکي یو

د ښایست په لیدو د انسان د ښکلاخوښونې حس راپارېږي. مانا هغه ښکلا حسوو. د ښکلاپوهنې یا سټټیک له پلوه هر هغه څیز چې پر انسان ښه ولګېږي او د خوښۍ احساس ورکړي، هغه ښکلی باله شي، خو کاروان صاحب دا ښکلا څکي هم. د باصرې یا لیدو حس پر ځای ذایقې حس کاروي. هغه د ښکلا په یوازې لیدو بسنه نه کوي، یا ښایست ویني نه، خوږلني یې څکي.

موږ ډېری وخت په خپلو خبرو کې هم داسې عبارتونه او جملې کاروو، لکه وایو چې څومره خوږه خوږه غږېږي یا څومره پسته مسته غږېږي. زموږ په ولسي فورمونو کې هم حسامیزي کارول شوې، لکه دا لنډۍ:

تر غونډې منډې خولې یې ځار شم

څومره خوږې، پستې خبرې پرې کوینه

په دې لنډۍ کې د خبرو خوږوالی او پوستوالی حس شوی، خو په اورېدلو نه. د سامعې حس کار، لامسې او ذایقې حسونو کړی.

عشق مې دنګ لکه د غره شو، ته د غره پر سر اسمان شوې

ستا له لاسو راپرېوتي، تندرونه خو به څښو

کاروان صاحب

تندر څښل کېږي نه، وېروونکی او زړه بوږنوونکی غږ یې اورېدل کېږي. دلته د هغې غوسه ناکې خبرې یې له تندر سره ورته ګڼلي، خو دا غوسې لکه اوبه داسې څښي. د اورېدو حس پېټی بیا هم ذایقې حس پر اوږو وړي.

له کروندې راغلم

ستا خندا مې لمس کړه

له اوبو سره روانه وه

ومان نیازی

د اوبو د شرهار نرم غږ یې د هغې د خندا له خوږ او پوست اواز سره ورته کړی چې په لاسونو یې لمسوي، اوري یې نه. د سامعې حس پر ځای لامسې حس کارول شوی.

په پخوانۍ او اوسنۍ پښتو شاعرۍ کې د حسامیزۍ بېلګې شته، خو نوي شاعران یې ښه په شور او خوند پالي. کوم ترکیبونه چې دوی یې کاروي، نوي یا هماغه پخواني په نوې بڼه وړاندې کوي، خو حسامیزي لا هم په خپل کیفیت سره روانه ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.