اپریل 11, 2021

د هېرولــو هــنــر

Advertisements

لیکنه: نورالله زهيـر
ځيني- ځيني د هـېـرولو هـنر نه لري، نشي کولای څه/ څوک هـېر کړي. ايرو ته ناست وي، مړ اور تازه کوي او ځان سوځـي. د ارمان پر ماته څانګه ناست وي، پخپل لاس هره شېبه ځان ته نوی نوی زخم ورکوي. خپل ځان خپله ځوروي. په تللو او بايللو څيزونو/ کسانو پسي د پښېمانۍ او ارمان لاسونه مروړي.
هغه څه/ څوک چي مو له ژونده ووتل/ وبايلل نور ئې تللي او بايللي پرېږدئ.
يوه شېبه ئې هم په اړه فکر مه کوئ. ځان ته د نورو د کړو سزا مه ورکوئ.
د ځينو شيانو په هېرولو کي ګـټـه وي او د ځينو په يـادولـو کي.
داسي څه هم شته چي د وخت په تېـرېدو سره خپله له ياده او خياله وځي.
عمر چي تېر شي اشنا هېر شي…
ځيني څه/ څوک بايد هېر کړو او له دې زندانه خامخا ځان ازاد کړو. ځيني څېزونه/ کسان که له خپل ذهنه پاک او له ژوند وباسو؛ ذهن به مو ارام او ژوند به مو ښکلی شي.
پای په دې ټکو:
هېرول
نېچـه:
«هر څه هېر کړه، هر څه هېر کړه، هېـرول ډېر لوی هنر دی هغه دروند بار چي له تا سره دی له ځانه وغورځوه. که غواړې چي والوزې، که ارزو لرې چي له لوړو او هسکو څوکو سره اشنا شې درانه او سنګين شيان سيند ته وغورځوه.
دغه دی سيند هله ژر شه خپل ځان سيند ته وغورځوه، د هېرولو هنر ډېر لوی هنر دی.»

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي