په هرات ولایت کي د بدن ښکلا سیالۍ ترسره سوې

د هرات ولایت د بدني روزني او ورزش ریاست له لوري په یاد ولایت کي د هیواد د بیرته اخېستو د ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ د بدن ښکلا سیالۍ ترسره سوې.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي د بدن ښکلا دا سیالۍ د شنبې په ورځ د هرات ولایت په شهید میرویس صادق جمنازیم کی ترسره سوې.
د دوی په خبره، چي په دې لوبو کي ۵۰ تنو لوبغاړو د هرات ولایت د بیلابیلو سیمو څخه ګډون کړی وو.
ددې سیالیو موخه د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخېستو د سلمي کلیزي لمانځل وه او د هغه ترڅنګ د هرات منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه، چي په پای کښي ۹ تنه لوبغاړي د هرات منتخبي لوبډلي ته غوره سول.
د یادولو وړ ده، چي غوره سوي ۹ تنه لوبغاړي به راتلونکې اونۍ د ولایتونو په سطحه سیالو کي برخه واخلي.
د بدن ښکلا دا سیالۍ داسي وخت ترسره سوې، چي په هرات کي د شطرنج سیالۍ هم د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخېستو ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ جوړي سوې.

د شطرنج په دې لوبو کی ۶۰ نارینه او ۲۷ بیا ښځينه لوبغاړو ګډون کړی دی.
دا سیالۍ په سویسي سیسټم ترسره کیږي، چي د اتلولۍ ګټلو لپاره به یاد لوبغاړي یوه اونۍ یو د بل په وړاندي سیالۍ ترسره کړي.