خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

هنډوانه د زړه ناروغۍ رامنځته کوي او عضلې کمزورې کوي

ژباړه: عایشه حیدري

هندواڼه اوبزنه مېوده چې شاوخوا ۹۰٪ یې له اوبو څخه جوړه شوې، او د A، C او B6 ویټامینونو غوره سرچینه ده. همدارنګه هندواڼه د انټي اکسیډېنټ او امينو اسيد لرونکې ده. خو پر دې سربېره چې هندواڼه خورا ډېرې ګټې لري، ځینې زیانونه هم لري چې په دې لیکنه کې غواړو په دې اړه مالومات درکړو چې هندواڼه په کومو وختونو کې انسان ته زیانونه رسوي او څه وخت باید هندواڼه ونه خوړل شي.

FB_IMG_1597251715031.jpg

د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!

هندواڼه داسې مېوه ده چې هېڅ غوړ نه لري او هره ټوټه یې یوازې ۴۰ کالوري لري، همدارنګه هندواڼه د پوټاشیم او لیکوپن غوره سرچینه هم ده، لیکوپن يوه مغذي ماده ده چې په ځانګړي ډول په سرو مېوو لکه هندواڼې او سبو په ځينو ډولونو لکه رومي بانجان کې شته، دغه مغذي ماده د دې ترڅنګ چې زړه روغ ساتي، هډوکي پیاوړي کوي د پروسټاټ د سرطان مخنیوی هم کوي، هر څومره چې هندواڼه پخه او سره وي په هغې کچه یې لیکوپن هم زیات وي، په معمولي ډول په یوې هندواڼې کې ۱۵ تر ۲۰ میلي ګرامه لیکوپن وجود لري.

FB_IMG_1597251726682.jpg

د پورتنیو ځانګړنو سره سره د هندواڼې ډېر او ناسم خوراک یو شمېر زیانونه هم لري، که هره ورځ په ډېره هندواڼه وخوړل شي د بدن د پوټاشیم او لیکوپن کچه ورسره ډېره لوړېږي چې دا بیا روغتیا ته زیان لري، که د ورځې له ۳۰ میلي ګرامه څخه زیات لیکوپن و واخیستل شي، نو د اسهال، استفراغ او هضم د ځنډ لامل کېږي، همدارنګه د هغه خلک چې د بدن د پوټاشیم کچه یې لوړه ده باید د ورځې له یوې ټوټې ډېره هندواڼه ونه خوري.

د هندواڼې هره ټوټه نږدې ۱۴۰ میلي ګرامه پوټاشیم لري، د پوټاشیم د کچې لوړېدا د زړه ټکان ډېروي چې د زړه د ټکانو ډېروالی روغتیا ته ډېر زیان لري، د زړه ناروغۍ رامنځته کوي او عضلې کمزورې کوي.

FB_IMG_1597251735490.jpg

هغه کسان چې د شکر ناروغي لري باید د هندواڼې په خوړلو کې ډېر احتیاط وکړي، ځکه چې د هندواڼې د قند کچه لوړه ده او کېدای شي د شکر ناروغانو ته زیان ورسوي.

FB_IMG_1597251741533.jpg

یاده دې وي چې له ډوډۍ سره هندواڼه ونه خورئ، ځکه چې د خوړو هضمولو لپاره معده حرارت ته اړتیا لري له همدې کبله نه باید له ډوډۍ سره اوبه لرونکې او سړې مېوې لکه هندواڼه، بادرنګ، او داسې نورې مېوې وخوړل شي، دا ډول خواړه د معدې د حرارت کچه ښکته راولي او په هضمولو کې ستونزه رامنځته کوي، همدارنګه خواړه ډېر وخت په معدې کې پاتې کېږي، په دغه حالت کې بدن د هندواڼې څخه هېڅ ډول ګټه نه شي پوره کولای.

FB_IMG_1597251748294.jpg

دا چې هندواڼه سړه مېوه ده، له سرکې، مستو، شړومبو او نورو تروه خوړو سره یې یوځای خوړل ډېرې روغتیايي ستونزې لکه د‌ معدې پړسوب او درد پیدا کوي.

FB_IMG_1597251816980.jpg

د لیکنې په ورستۍ برخه کې باید یادونه وکړو چې د هندواڼې د پېرلو پر مهال کوښښ وکړئ چې تر ټولو سره هندواڼه وټاکئ، یادونه کوو چې عموماً د شپې له خوا له هندواڼې خوراک ګټور دي، ځکه چې هندواڼه ادرار ډېروي او که د ورځې په لړ کې وخوړل شي د بدن د اوبو د کمېدو لامل کېږي او انسان تږی کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ