اپریل 14, 2021

د خپلو سترګو د روغتیا لپاره دا لارښوونې په پام کې ونیسئ

Advertisements

ژباړه: عایشه حیدري

په منظم ډول د سترګو معاینه کول ان په ماشومتوب کې هم خورا ارزښت لري، ځکه پر وخت معاینه د سترګو د لید د پياوړتیا لامل کېږي او د سترګو له کمزورتیا څخه مخنیوی کوي.

په منظم ډول د سترګو په معاینه کولو سره کولای شئ چې د سترګو ستونزې لکه ګلوکوم یا تورې اوبه چې د ناروغي هېڅ نښې نه لري، په خپل وخت سره تشخیص کړئ ځکه چې پر وخت تشخیص یې د ژر او اسانه درملنې لپاره ګټور دی.

ډاکټران د دې ترڅنګ چې په منظم ډول د سترګو معاینه کولو باندې تأکید کوي په ځینو نورو ټکو هم چې په نننۍ لیکنه کې ترې یادونه کوو د سترګو د روغتیا لپاره تأکید کوي.

لومړی: د ګټورو خوړو خوړل

د سترګو د روغتیا لپاره د ګټورو او مناسبو خوړو خوراک اړین دي. ځینې خوراکي توکي لکه د اومېګا۳ غوړي، زینک او C او E ویټامینونه کولای شي د سترګو له ځينو ناروغیو لکه د سترګو ګاټو د اوبو له ناروغۍ او مالیکولي ډيجنیرېشن له ستونزې مخنیوی وکړي.

د ډاکټرانو په وينا له هغو سبو څخه ګټه اخیستنه چې زرغونې پاڼې لري، د کب غوښه، د چرګ هګۍ، حبوباتو او مرکباتو څخه ګټه اخیستنه د سترګو د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري.

دویم: سګرټ څکول څخه ډډه

د سګرت څکول سترګو ته ډېرې ستونزې او ناروغۍ رامنځته کوي چې له دغو ناروغیو څخه کولای شو له، د سترګو ګاټو د اوبو، مالیکولي ډيجنیرېشن او د سترګو عصبي تارونو ته زیانمنولو څخه یادونه وکړو.

درېیم: لمر ضد عینکو کارول

له مناسبو لمر ضد عینکو څخه ګټه اخیستنه د لمر د ماروای بنفش وړانګو پر وړاندې له سترګو څخه ساتنه کوي. د لمر پر وړاندې د سترګو له حد څخه زیات پاتې کېدل کېدای شي دسترګو د ګاټو د اوبو او د مالیکولي ډيجینرېشن ناروغیو لامل شي او دغو ناروغیو ته وده ورکړي.

څلورم: له ساتونکو عینکو څخه ګټه اخیستنه

که په داسې ځای کې کار کوئ چې هلته خطرناکه مواد شتون لري او له دغو خطرناکو موادو سره، سر او کار لرئ له ساتونکو یا محافظتي عینکو څخه ګټه واخلئ.

پینځم: له ځيرکو مبایلونو څخه لرې والی

که له ځیرکو مبایلونو څخه ګټه اخلئ نو ښه به وي چې په دوام داره توګه د اوږدې مودې لپاره ورڅخه ګټه وانخلئ، ځکه چې د اوږدې مودې لپاره له ځیرکو مبایلونو څخه ګټه اخیستنه سترګو ته ډېر زیانونه رسوي. ستاسو سترګې کمزورې کوي د سترګو لید کموي، د سترګو نم او اوبه کموي، او د سر او د غاړې د درد لامل کېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




احمدولي هوتک یوځل بیا په کابل کې د بهرني سیال پر وړاندې لوبه کوي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک د روژې تر پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا د بهرني لوبغاړي سره په کابل کې په قفس دننه لوبه ترسره کوي. ... نور ولولئ