ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

مرسته وکړئ خو څنګه؟

لیکنه: ياران

لیکنه: عبدالرقیب سائل

له نورو انسانانو سره مرسته کول او خواخوږي لرل یو اخلاقي عمل دی. یعنې هېڅوک مجبور نه دی چې له چا سره دې حتمي همکاري وکړي؛ دا د خلکو خپله لورېنه ده، چې له نورو سره څنګه او کله مرسته کوي.

که شاوخوا وګورئ، ډير داسې خلک به پیدا کړئ، چې له نورو سره په یو نا یو ډول متفاوتې همکارۍ لري. که دوی د هرې موخې لپاره مرسته کوي، نو دا په دوی پورې اړه لري مګر په اصل کې، مرسته یوه مثبته کلمه ده او ظاهراً هم له دې کلمه مثبته مانا اخېستل کېږي خو ممکن ځینې مرستې د ځانګړو اهدافو لپاره ترسره شي خو په ټوله کې مرسته له نورو سره همدلي، همدستي او همراهي ده، چې د بېلابېلو فعالیتونو او کار کړنو پر مهال را څرګندیږي.

خلک له نورو سره، متفاوتې مرستې لري. ځینې، معنویات له یو او بل سره شریکوي خو ډیر بیا د خلکو د هیلو اړوند د مادیاتو مرسته هم کوي. دا ټولې مرستې په دقیقو مرستیو یاديږي؛ یعنې همدا مرسته ده، چې څوک له نورو سره د دوی د اړتیا سره سم مزل کوي او یو و بل ته د ورورۍ لاس ورکوي.

ممکن تاسو هم له چا سره په ځینو برخو کې همکاري کړې وي او یا له تاسو سره چا مرسته کړې وي. په هغو ټولو احساساتو تاسو پوه یاست. په دې لیکنه کې درسره د مرستې کولو پر څنګه والي خبرې کوم.

انسان د انسانانو له نوابغو، مناقبو او احساساتو څخه ژر خبرېدلی شي او یوازې یې په لیدلو سره درکولی شي، چې هغه له کوم حالت سره مخامخ ده ځکه هم د مرستو کولو دا لړۍ را پیل شوې ده.

متوجه اوسئ

په ژوند کې هېڅکله دومره مه بې غوره کېږئ، چې شاوخوا خپل خلک او ګاونډیان هیر کړل. هر کله که، معمولي وخت هم پیدا کوئ، نو له مختلفو خلکو سره کېنئ؛ خبرې وکړئ او د هغوی نظریات هم واورئ. همدارنګه په ټولو ټولنیزو ناستو، مړي او ژوندي کې هم فعاله ونډه واخلئ. دا کار څو ګټې لري. یو به تاسو په بشپړ ډول له چاپیریاله جاج ترلاسه کړئ؛ بل به تاسو د هغوی په کتار کې وګڼل شئ، څوک چې صله رحمي لري او خپلوي پالي. کله چې پر وضعې پوه شوی نو بیا هر څه ښه درکولی شئ او پوهیږئ، چې له چا سره څنګه همکاري وکړئ.

اولیت په نظر کې ونیسئ!

له پورتني ټکي وروسته، تاسو خپله ډيره پاملرنه د هغوی پر لوري واړوئ څوک چې په واقعیت کې له نورو ډیر اړمن او محتاج دي. اوس د اړیکو یو ډیر پرمختللی دور دی، نو ډېره آسانه به وي، چې له لرې واټن څخه هم مجبور خلک را پیدا کړئ او د خپلې وسې همکاري ورسره وکړئ.

د خدای رضا معتبره وګڼئ!

په پوره ډاډ او اطمنان سره، د مرستو لاس مو خلکو ته اوږد کړئ. هرڅه چې لرئ، نو فکر مه کوئ چې دا به ښه نه وي. اړمن ډېرو نادرو شیانو ته ضرورت لري. د ژوند هر ډول امکاناتو وسه مو چې رسيږئ، نو یوازې یې د خدای رضا لپاره ورکړئ او خپل رب ته مسوول وه اوسئ. د ناچارو غږ اخېستل او مرسته ورسره کول تر ټول لوی دنیاوي او اخروي اجر دی.

پورتني څو نظرونه په مادیاتو کې ډیر معقول دي. خو له دې علوه د فکرونو، نظرونو، بحثونو او روزنې په برخه کې هم خپله سینه ډېره پراخه کړئ. خلک وپوهوئ؛ ستونزې یې ور حل کړئ او په هره سخته کې یې په کار را شئ.

دا به یو ډېر کم احساس وي، چې ګواکې له نورو سره ځکه نه لږیږئ، چې خدای مه کړه، تاسو ته به کومه ستونزه پیدا شي. په دې اړه هم متوجه اوسئ خو کله مو د خدای مسوولیت ترسره کوئ نو بیا سله په سله ډاډمن اوسئ. د خدای په نصرت به له هېڅ ستونزې سره نه مخامخیږئ او تل به مو د یو ښه انسان په توګه ژوند کړی وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران