هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

په هلمند کې طالبانو او ناټو دواړو ولسي خلک زپلي

د هلمند چارواکي وايي، د شنبې په ماسپښین لښکرګاه کې چاودنې په مجموع کې اوه کسان وژلي او شل نور یې ټپیان کړي دي.

د هلمند د والي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي” په موټر بم ځانمرګي برید کې پنځه امنیتي سرتیري شهیدان شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي، چې روغتیايي حالت يې ښه دی.“

خبرپاڼه د ولسي مرګ ژوبلې په اړه وايي ” د طالبانو په دې ترهګریز برید کې یو ملکي بې ګناه ماشوم شهید شوی او څلورو میرمنو او دریو ماشومانو په ګډون پنځلس ملکي وګړي ټپیان شوي دي.“

طالبانو ددې موټري بمي برید مسولیت منلی دی.

اخوا ناټو وايي، د هغو ادعاوو په اړه یې ابتدايي څیړنې پیل کړي چې په سنګین ولسوالۍ کې د امریکا په هوايي بمباریو کې تر شلو زیات ولسي خلک وژل شوي دي.

د سنګین ولسوالي په وروستیو کې د افغان پولیسو پر مورچلو د طالبانو د پراخو بریدونو شاهده وه. دغلته قومي مشران وايي، چې د جمعې په سهار د امریکايي الوتکو په بمبارۍ کې تر ۲۲ زیات ولسي خلک وژل شوي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو ویاند جنرال چارلز کلیفلینډ د شنبې په ورځ وویل، که څه هم دوی تر اوسه نه شي تاییدولی چې په دهوايي بمبارۍ کې دې ولسي خلک وژل شوي وي خو په دې اړه د شویو ادعاو څیړنې یې پیل کړي. نوموړې ویلي د ولسي خلکو خوندیتوب ورته مهم دی او دوی به د سنګین د ولسي مرګ ژوبلې ادعاوې په دقت وڅیړي.

بل خوا له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني د لشکرګاه موټري بمي برید غندلی او دا یې د پردیو په اشاره د طالبانو بل جنایت بللی .

د ولسمشر اشرف غني یو ویاند دواخان مینه پال په خپله فیسبوک پاڼه د سنګین د ولسي تلفاتو په اړه لیکلي” ترڅو چه دسنګین دپيښې په اړه دکره څيړنو پایلې نه وې معلومې شوې، هر‌‌‌‌‌‌ډول دریځ نیول ناسم دی..“

ښاغلی مینه پال زیاتوي ” طالب تل دخپلو تلفاتو دپټولو پخاطر دملګي وګړو دشهادت ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډوره ږغولې ده، او دا اوس ټولو ته جوته ده.“

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ولسي مرګ ژوبله د پخواني ولسمشر حامد کرزي او امریکايي چارواکو ترمنځ د ناندرو یو مهم سبب و.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */