د پاکستان پخوانی فسټ بالر آی پي اېل کې ګټلی هېلمېټ خیراتوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یاران سپورټس
د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخواني بالر او د نړۍ په کچه د سرعت څښتن شعیب اختر له غریبو خلکو سره د مرستې ټټر وهلی او تازه یې خپل هغه هېلمېټ یا کرکټ خولۍ خرڅون ته اېښې چې ده په لومړي پړاو آی پي اېل کې د کلکتې لوبډلې سره د ښې لوبې پر مهال له فلمي ستوري شاهرخ خان څخه ترلاسه کړې وه.
دغه خولۍ طلایي رنګ لري او د ۲۰۰۸م په لومړي پړاو آی پي اېل کې شاهرخان د ډیلي لوبډلې خلاف لوبه کې ترلاسه کړې وه.
شعیب اختر په هغې لوبه کې د ډیلي لوبډلې څلور وېکټې سوځولې وې او د شاهرخان لوبډلې لپاره یې سخته لوبه ګټلې وه.
له لوبې وروسته د لوبې غوره لوبغاړی شعیب اختر ونومول شو او د کلکتې لوبډلې مالک او د هندي سېنما وتلی ستوری شاهرخ خان لوبغالي ته راغی او په خپلو لاسونو یې اختر ته یاد هېلمېټ مېن اف د مېچ یا د لوبې غوره لوبغاړي په حیث ورکړ.
شعیب اختر اوس ویلي چې دی په پاکستان کې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوي خراب اقتصادي وضعیت سره د مبارزې په خاطر دا هېلمېټ نیلاموي او پېسې یې غریبو وګړو ته ورکوي.
په دې وروستیو کې د کرکټ او نورو لوبغاړو لخوا کروناځپلو سره مرستې زیاتې شوي دي.
په افغانستان کې د فري فایټ سیالیو لوبغاړي عبدالسمیع فیضي یو نیم لک امریکایي ډالر له حکومت سره د کرونا مبارزې لپاره مرسته کړې وه.
اخوا د بنګله دېش کرکټ لوبغاړي مشفق الرحیم خپل بېټ په شل زره ډالر وپلوره او شاهد افریدي ترې واخیست.
جاس بټلر خپل شرټ پلورلی و او ډېری نورو لوبغاړو هم ورته اقدامات کړي وو.
دلته په افغانستان کې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان او نورو لوبغاړو له هېوادوالو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او دا لړۍ لا روانه ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.