هلمند: د ۱۹۹ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

د هلمند ولایت بزګرانو او بڼوالو لپاره د ۱۹۹ کرنیزو پروژو چارې، چې په کې ۱۵۵ ممیزخونې او د پیازو ۴۸ صفر انرژۍ سړې خونې شامل دي، نن شنبه د ۱۳۹۹ یم کال د غبرګولې په ۱۷ نېټه پیل شو.
دغه پروژې د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د ښه مدیریت په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د پراختیایي شوراګانو له لارې د دوو میاشتو په لړ کې پلي کیږي.

د افغانستان د کرنې وزارت ويلي؛ د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي:

«ددغو پروژو په پلي کېدو سره د بڼوالو او بزګرانو انګور او پیاز په ښه ډول مدیریت کیږي او مناسب وقت کې د پلور لپاره چمتو کیږي.»

ددغو پروژو ۹۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت له خوا او ۱۰سلنه نور یې د بڼوالو او بزګرانو له خوا ورکول کیږي.

یاد وزارت ويلي؛ په هلمند کې ممیزخونې او د پیازو زېرمتونونه جوړول ددې ترڅنګ چې د بڼوالو او بزګرانو د یادو محصولاتو د پلور لپاره مناسبه زمینه برابروي او د دوی اقتصادې ودې ته لار هواروي، د کوکنارو د کرکېلي د کچې په ټېټولو کې هم رغنده رول لوبوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ